لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د ځوانو ډاکټرانو تنظیم بیا احتجاج پیل کړ، 25 ډاکټران په کرونا وایرس اخته دي


واشنګټن ــــ په بلوچستان کې د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې وړمه شپه له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته خپل احتجاج ختم کړی وو، خو پرون د شپې ناوخته یې بیرته د وزیراعلی د دفتر مخته خپل احتجاج پیل کړی دی.

ډاکټران وایي حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې حفاظتي آلات به ورکوي خو تر اوسه یې نه دي ورکړي خو حکومت او پوځ‌ دعوې کوي چې هلته یې زرګونه حفاظتي آلات تقسیم کړي دي.

د ځوانو ډاکټرانو د تنظیم مشر ډاکټر یاسر اڅکزي وي او اې ډیوه ته وویل، چې تر څو دوی ته حفاظتي جامې او نور آلات نه وي ورکړل شوي احتجاج به یې روان وي:

"حکومت وړمه شپه له موږ سره وعده وکړه چې حفاظتي کیټونه درکوو او موږ د ولس دپاره پر حکومت باور وکړ احتجاج مو ختم کړ، نن په بولان مېډیکل کالج کې د این-۹۵ ماسک لپاره دستخطونه اخیستل شوي او کاغذي ماسکونه ورکړل شوي دي، دا ځکه چې نن عمران خان را روان دی، دوی خلک په دې خطاباسي".

په بلوچستان کې په کرونا وایرس په اخته کسانو کې 25 ډاکټران هم شامل دي. د ډاکټرانو اتحادیه وایي د حکومت له لوري دوی ته د حفاظتي آلاتو د نه ورکولو له کبله دغه ډاکټران په دې ناورغۍ اخته شوي دي. د ډاکټرانو د تنظیم ویاند ډاکټر عبدالرحیم بابړ وایي:

"زموږ ۲۵ ډاکټران له کرونا متاثره دي، د حکومت ترجمان به مخکې په کرونا وایرس د اخته عامو کسانو شمېر ورکاوه خو د ډاکټرانو ذکر یې نه کاوه، دا ۲۵ ډاکټران چې متاثره شوي دي دوی ټولو په عامو وارډونو کې ډیوټي کوله ځکه متاثره شوي‌ دي".

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال پر ډاکټرانو ږغ کړی چې له دوی سره کړې ژمنې به خامخا پوره کوي. ښاغلي کمال پر ټویټر لیکلي چې ډاکټران دې په دې سختو حالاتو کې د احتجاج پر ځای خپل وخت په ایمرجنسي وارډونو کې خپل کار ته ورکړي.

ډاکټرانو دوې ورځې وړاندې په کوټه کې د کرونا وایرس په ضد د حفاظتي آلاتو د نشتوالي لپاره د حکومت په ضد احتجاج کاوه چې د دوی په وینا پولیسو ورباندې تشدد وکړ او څو ډاکټران یې ټپیان کړل. د مظاهرې په مهال پولیسو لسګونه پولیس هم ونیول چې وړمه ورځ یې بیرته خوشي کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG