لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان حکومت په درېیم پړاو کې د 100 نورو طالب بندیانو د خوشي کولو تیاري کوي


د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د شنبې یا خالي په ورځ وویل چې افغان حکومت د 100 نورو طالب بندیانو د یوې ډلې د خوشي کولو لپاره تیاری نیسي، خو په دې اړه یې نور جزئیات ور نه کړل چې دغه بندیان به کله خوشي کوي.

افغان حکومت دغه پروسه د چهارشنبې- شورو په ورځ د اپرېل په ۸مه نیټه د سلو بندیانو په خوشې کولو سره پیل کړه او ورپسې یې د اپرېل په 9مه نېټه نور 100 تنه بندیان خوشي کړل.

افغان حکومت ژمنه کړې چې د سولې پروسې پر مخ بېولو لپاره به 1500 طالب بندیان خوشي کړي. د سولې د چارو وزارت ویاندې نجمه انوري رسنیو ته وویل:

"موږ د قانون په چوکاټ کې د هیڅ ډول هلو ځلو مخنیوی نه کوو چې طالبان خبرو اترو ته وهڅوي، دواړه خواوې باید د پروسې د پر مخ بېولو لپاره هڅې وکړي."

د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې په اساس افغان حکومت به د دې ډلې 5000 بندیان خوشي کوي او په بدل کې به یې طالبان د افغان حکومت 1000 بندیان خوشي کوي، چې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

افغان طالبانو د اپرېل په 9مه نېټه ویلي وو چې افغان حکومت ته به د بېن الافغاني خبرو د پېل کولو دپاره ټول پينځه زره طالب بنديوان خوشي کول پکار وي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهېل شاهين ويلي، دوی غواړي د کابل حکومت د سولې تر تړون د مخه ټول بنديوان خوشي کړي او په دې عمل کې هيڅ خنډ جوړول نه دي پکار.

دا پرمختګ له هغه وروسته شوی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر د جمعې په ماښام د قطر په دوحه ښار کې د افغان طالبانو له مشرانو سره په افغانستان کې په تشدد/ جګړه کې د کمي پر سر خبرې کړي دي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر ټویټر د وړمې شپې د لیدنې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په دغه ملاقات کې د دواړو تر منځ د لوظنامې د عملي کولو پر چارو خبرې شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG