لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: په کراچۍ کې د ملا اختر منصور له جایدادونو ښکاري افغان طالبان په پاکستان کې د خوند ژوند تېروي


واشنګټن ــــ که څه هم د پاکستان حکومت تر اوسه په دې هېواد کې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور جایدادونه نه دي تایید کړي خو په پاکستان او امریکا کې څېړونکي وایي چې په کراچۍ غوندې ښار کې د هغه له جایدادونو ثابتېږي چې افغان طالبان په پاکستان کې له خونده ډک ژوند تېروي.

د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې (ایف ای اې) تېر کال انکشاف کړی وو، چې وایي په ۲۰۱۶م کال کې په بلوچستان کې د امریکې په ډرون برید کې د طالبان وژل شوی مشر ملا اختر محمد منصور نه یواځې په کراچۍ کې د څو اپارتمانونو، کورونو او مځکې مالک دی بلکې وایي هغه هلته د پراپرټۍ کار کاوه.

د پاکستان او افغانستان د چارو امریکایي څېړونکی مایکل کوګلمېن وایي، په کراچۍ کې د ملا اختر محمد منصور د جایدادونو لرل دا په ګوته کوي چې افغان طالبان په پاکستان کې پټ نه بلکې ښکاره پناه ځایونه لري:

"په کراچۍ کې د ملا منصور د جایداد په تړاو دوې خبرې مخې ته راځي، یوه دا چې افغان طالبانو په پاکستان کې له پناه ځایونو ډېر خوند واخیست که څه هم پاکستان یې نه مني، د تحقیقاتو په بنیاد دا ډېره مهمه ده چې هغه دا جایدادونه نه یواځې په بلوچستان کې بلکې په کراچۍ غوندې مهم ښار کې یې لرل او د افغان طالبانو د روزنې لپاره یې استعمالول".

ایف ای اې تېر کال په ترهګرۍ ضد عدالت کې د ملا منصور د جایدادونو خلاف مقدمه درج کړې وه، چې پکې پر هغه او د ده پر ملګرو د غیرقانوني جایدادونو لرلو تورونه لګېدلي وو. په مقدمه کې ویل شوي وو چې هغه د کراچۍ په بېلابېلو سیمو کې د محمد ولي او ګل محمد په نومونو ۶ جایدادونه لري چې قیمت یې کروړونه روپۍ دی.

په پاکستان کې د سیاسي چارو څېړونکی سیاستوال او د بشري حقونو مبارز افراسیاب خټک وایي، په پاکستان کې د افغان طالبانو جایدادونه لرل څه نوې او نابلده خبره نه ده ځکه چې وایي دوی په پاکستان کې سرمایه کارۍ کړې دي او جایدادونه لري:

"طالبانو دلته [په پاکستان] کې ډېرې سرمایه کارۍ کړې دی، تقریباً د دوی د ټولو مشرانو دلته پیسې شته، کاروبارونه یې شته، جایدادونه او کورونه یې شته، خو ملا اختر منصور چونکې وفات شو ځکه اتفاقاً د هغه د جایدادونو کیسه را ووته".

ایف ای اې دا انکشاف هم کړی وو چې ملا اختر محمد منصور د پاکستان دوه جعلي شناختي کارډونه جوړ کړي وو، چې د هغو په وسیله یې په کراچۍ ښار کې د دوو جلا بېنکونو اکاونټونه جوړ کړي وو او همدغه اکاونټونه یې د خپلو جایدادونو لپاره استعمالول.

په پاکستان کې د سیاسي چارو یو بل څېړونکی طاهر خان وایي، دا تر اوسه یواځې تورونه دي او دا نه ده ثابته شوې چې ملا اختر محمد منصور واقعي جایدادونه لرل، خو وایي که یې لرل هم دا څه نااشنا خبره ځکه نه ده چې په پاکستان کې هر افغان جایدادونه او کاروبارونه لري:

"دا یواړخیزه دعوه ده ځکه چې نه خو تر اوسه د اختر منصور د کورنۍ له خوا او نه د دې کس امار له خوا- چې د ده د جایدادونو شریک ګڼل شوی- په دې اړه څه ویل شوي دي، طالبانو هم له دې نه انکار کړی وو او د دوی ترجمان ویلي وو چې له اختر منصور سره دومره وخت نه وو چې جایدادونه یې اخیستي وو، نو دا یو ډېره مشکوکه معامله ده".

د افغان طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د ۲۰۱۶م کال د مې په ۲۱مه نېټه له ایرانه د را ستنېدو په مهال د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د پاکستان او ایران ګډې پولې ته څېرمه د امریکې په ډرون برید کې وژل شوی وو.

افغان حکومت اکثر تور لګوي چې د افغان طالبانو ټول مشران په پاکستان کې اوسېږي، خو د ملا اختر محمد منصور یا د نورو افغان طالبانو د جایدادونو په اړه یې تر اوسه کوم دریځ مخې ته نه دی راغلی.

د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د اپرېل پر ۱۱مه نېټه د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې (ایف ای اې) ته امر کړی چې د ملا اختر محمد منصور د جایدادونو په اړه تفصیل او په جایدادونو کې د هغه د دوو فرار ملګرو په اړه معلومات دې عدالت ته وړاندې کړي. د دې مقدمې بله اورېدنه به د اپرېل پر ۲۰مه نېټه کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG