لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په چین کې د کرونا وایرس پېښو ته تر بیا کتنې وروسته د 1290 نورو کسانو مړینه تایید شوې


واشنګټن ــــ د چین په ووهان ښار کې د کرونا وایرس په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی وو خو چینایي چارواکو له دې ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر ته تر بیا کتنې وروسته د ۱۲۹۰ نورو کسانو د مړینې او ۳۵۰ نورو په دې ناروغۍ د اخته کېدو خبر ورکړی دی.

کرونا وایرس د تېر کال په دسمبر کې د چین د هوبې صوبې په همدې ووهان ښار کې پیدا شوی وو، چې بیا ۱۱ اوونۍ په دې ښار کې لاک ډاون وو خو څو ورځې وړاندې د چین حکومت هلته لاک ډاون ختم کړ چې له کبله یې خلکو ته د کرونا وایرس د ور پورې کېدو نوې لړۍ پیل شوه.

د چین د روغتیا وزارت په وینا د وروستیو مړو شویو کسانو فیصدي تر ۴۵ لوړه ده او وايي چې په دغو ۱۲۹۰ کسانو کې لږ په روغتونونو کې خو زیات شمېر یې پخپلو کورونو کې مړه شوي دي.

د ووهان ښار د کرونا وایرس د مخنیوي دفتر د چین سرکاري خبري ایجنسۍ شینهوا ته په یوه بیان کې ویلي:

"ځینې ناروغان په روغتون کې له علاج پرته پخپلو کورونو کې مړه شوي ځکه چې په روغتونونو کې د زیاتو خلکو علاج روان وو او نور ځای نه وو او روغتیایي کارکوونکي د نورو ناروغانو په درملنه او ژغورنه بوخت وو".

د امریکې د جان هاپکینز پوهنتون د سرچینو مرکز او د کرونا وایرس په اړه نورو معلومات را غونډوونکو ادارو له څو اوونیو راهیسې په چین کې په دې وبا د اخته کسانو شمېر شاوخوا ۸۲ زره او د مړیو شمېر شاوخوا ۳۲ زره یاداوه خو د تازه شمېرو له مخې په چین کې په دې ناروغۍ اخته کسان ۸۳۷۵۶ او مړه شوي ۴۶۳۶ دي.

په چین کې د کرونا وایرس پېښو ته تر کتنې وروسته د مړو او اغېزمنو شمېر زیات شوی.
په چین کې د کرونا وایرس پېښو ته تر کتنې وروسته د مړو او اغېزمنو شمېر زیات شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG