لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه: کرونا وایرس په نړۍ کې د بشري حقونو بحران پیدا کوي، حکومتونه دې ورته پام وکړي


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېریس خبرداری ورکړی چې کرونا وایرس په نړۍ کې "په تېزۍ سره د بشري حقونو په بحران" بدلېږي او پر هېوادونو یې ږغ کړی چې دې اړخ ته پاملرنه وکړي.

ښاغلي انتونیو ګوتېریس د پنجشنبې- زیارت په ورځ پخپل یوه بیان کې له هېوادونو د دې خبرې د باوري کولو غوښتنه کړې، چې د کرونا وایرس په مهال د نړۍ ټولو خلکو ته روغتیایي اسانتاوې ورسېږي او هغوی ورته لاسرسی ولري، له زیاتو اغېزمنو خلکو سره اقتصادي مرستې وشي او هر څوک وکولای شي خوراک، اوبه او د استوګنې ځای ولري:

"موږ ولیدل چې څنګه کرونا وایرس په خلکو کې توپیر نه کوي، خو د دې بد اثرات یې کوي.‌ د کرونا وایرسه ناروغه شوو خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې نابرابري، لویه کمزوري په ډاګه کوي".

نوموړي‌ په ټولو غږ کړی چې دا هیڅکله باید هېر نه کړو چې دا مهال په نړۍ کې تر ټولو لوی ګواښ کرونا وایرس دی، نه خلک.

د ملګرو ملتونو مشر دا بیان په داسې وخت کې ورکړی چې د صحت د نړيوالې ادارې او روغتیاپوهانو په وینا د کرونا وبا د خورېدو د مخنيوي دپاره لاک ډاون او دغه رنګ نور ګامونه اخيستل تر هغه وخته ضروري دي چې د وبا ويکسين نه وي تيار کړی شوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګیبریوس د شورو- چارشنبې په ورځ پخپل یوه بیان کې ویلي، نړۍ دې د کرونا وایرس د ژر ختمېدو په غلط ګومانۍ کې نه اوسي:

"غلطي ونه کړئ، لاره لا اوږده ده، دا وایرس به تر اوږدې مودې له موږ سره وي. ډېر هېوادونو لا د دې وبا په لومړي پړاو کې دي او ډېر هغه هېوادونو چې دې ناروغۍ په پیل کې زیات اغېزمن کړي وو اوس پکې د دې وبا د خپرېدو بله څپه را پورته کېدونکې ده".

په امریکا کې د صحت چارواکو په خلکو غږ کړی چې د زکام یا فلو فصل ته سترګې په لار شي او د فلو شاټونه یا ویکسین واخلي ځکه چې وایي په هسپتالونو باندې په یو وخت د زکام او کرونا وایرس د ناروغانو د ډېروالي له کبله نور فشار جوړ نه شي.

په نړۍ کې یو شمېر هېوادونه دا مهال په کورونو کې د خلکو د پاتې کېدو پر اقداماتو غزولو ټینګار کوي، خو بلې خواته د روژې میاشتې له شورو کېدو سره د خلکو معمولاتو هم د کرونا وایرس د لاسه لګېدلي ‌بندیزونه اغېزمن کړي دي.

په نړۍ کې تر ټولو ګڼ مېشته مسلمان اکثریت لرونکي هیواد انډونېشیا کې د ښارونو نه کلیو ته د روژې لپاره په تګ بندیز لګول شوی. د جکارتا ښار تر څنګ په نورو لویو ښارونو کې ژوند کوونکو په لکونو خلکو ته ویل شوي د روژې په میاشت کې دې خپلو کلیو ته د تګ پر ځای هم په ښارونو کې پاتې شي.

په سرښار جکارتا کې چارواکو د می تر 22مې په بهر تګ راتګ بندیز غزولی او د خلکو نه غوښتنه شوې د وړاندې نه جوماتونو ته په تګ بندیز دې په روژه کې هم عملي کړي.‌

د ترکیې د روغتیا وزیر هم د دغه شان اقداماتو غوښتنه کړې او ویې ویل چې خلک باید تر راتلونکي کال پورې د روژې لپاره له ملګرو او کورنۍ سره د روژه ماتي دستور ودروي. په ترکي کې د ۲۰ کالو نه کم عمره او د ۶۵ کالو نه زیات عمر لرونکو خلکو د کورونو نه په بهر تګ بندیز دی.

په ملایشیا کې هم په مسلمانانو غږ شوی چې په روژه کې دې د جوماتونو پر ځای په کورونو کې لمونځونه وکړي.

خو په پاکستان کې بیا قیصه بل شان ده. په دغه هیواد کې ډاکټرانو د حکومت نه غوښتنه کړې چې په روژو کې د جوماتونو پرانیستلو فیصلې ته دې بیا کتنه وکړي. تېره اوونۍ د وزیراعظم عمران خان حکومت د دیني‌ عالمانو سره د لیدو کتو وروسته فیصله کړې چې جوماتونه به خلاصوي، خو وایي د لمانځه په وخت به خلک د یو بل نه فاصله ساتي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG