لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د G-20 تنظیم د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره په 8 اربه ډالر فنډ کې تر اوسه 1.9 اربه ډالر را غونډ کړي


واشنګټن ـــــ د نړۍ د ۱۹ هېوادونو او یورپي اتحاد ګډ سازمان G-20 د کرونا وایرس د مخنیوي د هڅو لپاره د ۸ اربه ډالرو فنډ هدف ټاکلی او د دې لپاره یې د نړۍ له ټولو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو، پرایوېټ کمپنیو، انساندوسته ادارو او شخصیاتو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د جي-۲۰ سازمان نن د جمعې په ورځ پخپل یوه بیان کې ویلي چې د کرونا وایرس په ضد د مبارزې لپاره یې تر اوسه ۱.۹ اربه ډالره را غونډ کړي دي، چې وایي په دې کې سعودي عرب- چې اوسمهال د دې سازمان مشري کوي- ۵۰۰ میلینه ډالره ورکړي دي.

ټاکل شوې چې د سعودي له خوا په ورکړل شوې مرسته کې به ۱۵۰ میلینه ډالر وبا ته د تیارۍ لپاره نړیوال اتحاد (سي اي پي آی) ته ورکول کېږي، ۱۵۰ میلینه ډالره به د وېکسین او مدافعت نړیوال اتحاد (جي اې وي آی) ته ورکول کېږي او ۲۰۰ میلینه ډالره به نورو نړیوالو او سیمه ییزو روغتیایي سازمانونو ته ورکول کېږي.

د شتمنو هېوادونو په دې سازمان کې د سعودي عرب استازی او د دې هېواد د مملکت وزیر او د وزیرانو د شورا غړی فهد المبارک وایي، دا نړیواله وبا یوه نړیوال حل ته اړتیا لري او همدا وخت دی چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د وېکسین جوړولو او د دې ناروغۍ د علاج لپاره هڅې ګړندۍ شي:

"موږ له ټولې نړۍ تر دې مهاله د پیسو د را غونډېدو هڅې ستایو او پر دې ټینګار کوو چې په دې برخه کې پاته خلا هم ژر ډکه شي او د اته اربه ډالرو ټاکلي هدف ته ورسېږو".

د روغتیا نړیوال سازمان او نړیوال بېنک تېره میاشت پر هېوادونو ږغ کړی وو، چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره ۸ اربه ډالرو ته اړتیا ده او د شتمنو هېوادونو سازمان د همدې لپاره په تېره مارچ میاشت کې د سعودي په مشرۍ یو ویډیو کانفرنس کړی وو او د دې فنډ د جمع کولو اعلان یې کړی وو.

د جي-۲۰ سازمان له خوا دا بیان په داسې وخت کې خپور شوی چې برتانیې ویلي د کرونا وایرس لپاره د جوړ کړي‌ وېکسین لومړۍ تجربه یې پر دوو کسانو تر سره کړې ده.

د لندن د اکسفورډ پوهنتون یوې ډلې تر درو میاشتو په لږ موده کې د کرونا وایرس د مخنیوي وېکسین تیار کړی، چې د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ په اکسفورډ ښار کې دوو کسانو ته د هغوی په خوښه په ستن ور پېچکاري کړای شول.

ټاکل شوې چې په راتلونکو میاشتو کې به پر سلګونو نورو کسانو هم دا تجرباتي وېکسین کتل کېږي او ورسره به همدومره کسانو ته د سرسام یا مېننجایټس ناروغۍ وېکسین هم ور لګول کېږي او دواړه به سره کتل کېږي چې کومه نتیجه ورکوي که نه.

د برتانیې تر څنګ امریکې هم په تېره مارچ میاشت کې دې ته ورته وېکسین پر انسانانو ازمېیلی او کېنېډا، روس، ایټلي، جرمني او بلجیم هم ویلي، چې د دوی ساینسي ډلې هم په ګډه پر یوه وېکسین کار کوي چې وایي په راتلونکو څو میاشتو کې به پر انسانانو و ازمایل شي.

دا مهال په نړۍ کې د کرونا وایرس شاخوا ۱۰۰ بېلا بېل وېکسینونه د ساینس پوهانو او څېړنیزو ډلو لخوا تر څېړنو لاندې دي چې لږ تر لږه پینځه یې پر انسانانو د ابتدايي ازمېښت په پړاو کې دي.

د امریکې د جان هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې اووه ویشت نیم لکه کسان په کرونا وایرس اخته دي او یو لک ۹۲ زره تنه یې وژلي دي. امریکا له دې ناروغۍ تر ټولو زیاته اغېزمنه ده چې تر اوسه یې اته لکه اتیا زره کسانو ته دا ناروغي ور پورې شوې او څه کم ۵۰ زره تنه یې ترې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ویلي چې کېدای شي سږ کال ۲۶۵ میلینه یعنې شل کروړه ۶۵ لکه کسان په کرونا وایرس کې د نړۍ د ښارونو د بندېدو او د اربونو خلکو د بې روزګاره کېدو له کبله له زیاتې لوږې سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېریس پر هېوادونو د دې خبرې د باوري کولو لپاره ږغ کړی، چې د ټولې نړۍ خلکو ته د روغتیایي اسانتیاوو د رسېدو تر څنګ له هغو خلکو سره هم مرستې وشي چې په اقتصادي توګه زیات اغېزمن شوي‌ دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG