واشنګټن: د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې پوځي ایتلاف د ګل یا دوشنبې په ورځ په یمن کې د بېلتون غوښتونکو لخوا د جنوبي یمن د خپلواکۍ له اعلانولو سره مخالفت کړی.
دغه ایتلاف له بېلتون غوښتونکو څخه غوښتي دي چې د دې کار لپاره دې خپل هر ډول فعالیتونه ودروي.
بېلتون غوښتونکي ددغې موخې لپاره له ایتلافي ځواکونو او د یمن له حکومت سره چې د نړۍ لخوا په رسمیت پېژندل شوی جګړه کوي په داسې حال کې چې د یمن شمالي برخه له هوسي یاغیانو سره ده.
د یمن بېلتون غوښتونکو په تېر نومبر کې په پلازمېنې ریاض کې د قدرت شریکولو تړون لاسلیک کړ چې له امله یې د یمن په کورنۍ جګړه کې یوه بله کورنۍ جګړه پیل شوه.
بېلتون غوښتونکو په اګسټ کې دوهم ښار عدن هم تر خپلې ولکې لاندې راوست.
د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلاف په ټویټر لیکلي دي، "د جنوبي انتقالي شورا لخوا په حیرانونکي توګه د بیړني حالات له اعلانولو سره مونږ یو ځل بیا د ریاض تړون پر پلي کېدو باندې ټینګار کوو."
یاد ایتلاف همدارنګه د جنوبي بېلتون غوښتونکو لخوا د جګړو د نه زیاتولو غوښتنه کړې ده.
جنوبي بیلتون غوښتونکو چې د عربي متحده اماراتو لخوا یې ملاتړ کېږي د یکشنبې یا اتوار په ورځ د یمن په جنوب کې خپلواکي اعلان کړه او په حکومت یې تور پورې کړ چې په خپلو دندو کې پاتې راغلی او د جنوبي پرضد دسیسې جوړوي.
حکومت دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي چې بیلتون غوښتونکي چې د اوږدې مودې راهیسې په جنوب کې جګړه کوي د خپلو اقداماتو د خطرناکو پایلو مسول وي.
د جنوب بیلتون غوښتونکو لخوا دغه وروستی ګام په داسې حال کې پورته شوی چې په یو اړخیزه توګه د ایتلاف لخوا اوربند اعلان شوی وو خو هوسي یاغیانو رد کړی وو.
په یمن کې د وروستیو ناخوالو او جګړو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي او د عدن ښار ګڼ کورونه او ودانۍ پکې ویجاړې شوې دي.
په ورته وخت کې ملګروملتونو ویلي، چې په یمن کې د یکشنبې د ورځې د بارانونو له امله تر یو لک زیات خلک اغیزمن شوي، سړکونه، پلونه او د اوبو رسولو سیستمونه پکې ویجاړ شوي دي.
ملګروملتونو ويلي، په یمن کې د شته ستونزو د حل لپاره باید په جګړه کې ښکېلې غاړې د جګړې د درولو جرات پیدا کړي.