لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران کې د مېتنول په نوم زهرجنو شرابو تر 700 زیات خلک مړه کړي


واشنګټن ــــ ایراني چارواکي وایي په هېواد کې یې د مېتنول په نوم زهرجنو شرابو له تېرې یوه نیمې میاشتې راهیسې تر اووه سوه زیات کسان مړه کړي چې وایي دوی له کرونا وایرسه د ژغورنې په خاطر څښلي وو.

د ایران د روغتیا مرکزي اداره وایي، زهرجنو الکوهلو د فرورۍ د 20 او د اپرېل د 7مې تر منځ 728 کسان مړه کړي دي. وایي تېر کال له زهرجنو شرابو په دې هېواد کې 66 کسان مړه شوي وو.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور الجزیره خبري ادارې ته ویلي، له زهرجنو شرابو ټول 5,011 تنه اغېزمن شوي وو، چې وایي په هغوی کې 90 کسانو یا د خپلو سترګو دید بایللی او یا یې هم سترګو ته تاوان رسېدلی دی.

خو د روغتیا وزارت سلاکار حسېن حسنین بیا وایي، د هغو کسانو وروستی شمېر کېدای شي ډېر زیات وي چې د زهرجنو شرابو له کبله یې بینایي بایللې ده.

ښاغلی حسېن حسنین وایي، له زهرجنو شرابو د مړو شویو او اغېزمنو شویو کسانو په شمېر کې توپیر ځکه دی چې وایي ډېر کسان له روغتونونو بهر پخپلو کورونو کې مړه شوي دي. حسنین وایي شاوخوا 200 له روغتونونو بهر مړه شوي دي.

ایران په منځني ختیځ کې یو له هغو هېوادونو دی چې کرونا وایرس تر ټولو زیات اغېزمن کړی دی او تر اوسه یې شاوخوا 92 زره 580 تنو ته دغه ناروغي ور پورې شوې او 5,877 کسان یې مړه شوي دي.

په ايران کې په مسلمانانو د شرابو څښلو سخته پابندي ده نو ځکه خلکو د شرابو يا الکوهل په ځای ميتهانول څښلي دي چي د دماغو، پړپوس (سږو) او ساه لپاره ډېر نقصاني دی او ګن شمېر ‌خلک یې وژلي او ناروغه کړي‌ دي.

د ايران حکومت د زهرجن ميتهانول په جوړوونکو باندې دا خبره لازمه کړې ده چې دوی به په ميتهانول کې داسې رنګ ور ګډوي چې دا د الکوهل يا ايتهانول نه بدل ښکاره کړي، ځکه چې په ايران کې د ۱۹۷۹م کال راهسې د اسلامي انقلاب وروسته د الکوهل يا ايتهانول جوړول غېر قانوني دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG