لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل: په ځانمرګي بريد کې درې تنه وژل شوي، ۱۵ ژوبل


د افغانستان په پلازمينه کابل کې نن د شورو/ چهارشنبې په سهار په يو ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

د کورنيو چارو د وزارت وياند طارق ارین ويلي ځانمرګي د عامو خلکو په منځ کې ځانته چاؤدنه ورکړې ده.

نوموړي په پېښه کې د درېو تنو د وژل کېدو او ۱۵ ژوبلېدو پخلی کړی دی.

هغه ويلي دا پېښه د چهار اسياب د ولسوالۍ په ريشخور سيمه کې رامنځته شوې ده.

راپورونه وايي په سمدستي ډول د دې پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

په کابل کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې ملګرو ملتونو ويلي د روان کال په لومړیو درېو میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰ عام خلک په جګړو کې وژل شوي چې وایي په هغوی کې نزدې درېمه برخه یې ماشومان دي او د دې تر څنګ ۷۶۰ تنه پکې ټپیان شوي دي.

په عېن حال کې د امریکا، افغانستان او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د سولې دپاره خبرې هم روانې دي.

او ورسره نړیوال په طالبانو غږ کوي چې په تاؤ تريخوالي کې کمی راولي.

XS
SM
MD
LG