لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جانسن: برتانیه د کورونا له سختو ورځو تېره شوې ده


واشنګټن: د برتانیې لومړي وزیر بورېس جانسن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، برتانیه د کورونا له سختو ورځو تېره شوې ده او د نویو پېښو شمېر مخ پر کمېدو دی.

جانسن له کوېد ۱۹ څخه تر ښه کېدو وروسته په خپلې لومړنۍ سترې وینا کې وویل، دی به په راتلونکې اونۍ کې یو پلان اعلان کړي چې له مخې یې ددغه هېواد اقتصاد او ژوند پر مخ ولاړ شي.

په برتانیه کې د کوېډ ۱۹ له امله ۱۷۲۵۰۰ کسان اخته او ۲۷۰۰۰ مړه شوي دي.

جانسن همدارنګه د اکسفورډ پوهنتون د ساینس پوهانو او د اسټرازینیکا په نامه د درمل جوړونې د یوې برتانیې کمپنۍ لخوا د کورونا وایرس د جوړ شوي واکسین په اړه خوشبیني څرګنده کړه.

هغه وویل، کچېرې دا واکسین اغیزناک ثابت شي ننو تر دې مني یا خزان فصل پورې به په نړۍ کې په پراخه کچه وموندل شي.

ډیري اروپايي هېوادونو په کرار کرار سره بیا پرانېستل پیل کړي دي او یا ورته پلان لري چې په راتلونکو ورځو کې کاروبارونه پرانیزي.

د اروپا په ټولو هېوادونو کې چې د پیسو واحد یا کرنسي پکې یورو چلېږي اقتصاد د کال په لومړۍ لوبعه کې ۳.۸ فیصده خراب شوی.

بل پلو د روسیې لومړي وزیر میخایل میشوستن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ده کې هم کرونا وایرس موندل شوی دی.

په روسیه کې تر یو لک زیات کسان په کورونا اخته او کابو ۷۱۰۰ تنه یې مړه شوي دي.

د کورونا له امله د امریکا اقتصاد د کابل په لومړۍ لوبعه کې ۴.۸ فیصده تاوان کړی او په تېرو شپږو اونیو کې تر ۳۰ میلیونو زیاتو خلکو پکې د بې کارۍ له امله له حکومته د مرستو غوښتنه کړې.

په امریکا کې ددې راپور تر لیکلو پورې نږدې ی۱۱ لکه کسان په کورونا اخته او نږدې ۶۴۰۰۰ کسان ترې مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG