لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله عبدالله: له اشرف غني سره په مذاکراتو کې پرمختګ شوی او پر ځینو اصولو متفق شوي یو


واشنګټن ــــ د افغانستان پخواني اجرايیه مشر او په تېرو انتخاباتو کې د اشرف غني مهم سیال ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي، چې د افغانستان د سیاسي مشرانو په منځګړتوب یې له ولسمشر اشرف غني سره خبرو ګټه ورکړې او ډېر ژر به روغې جوړې ته ورسېږي.

ډاکټر عبدالله د جمعې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په مذاکراتو کې یې پرمختګ شوی او پر ځینو اصولو سره همږغي شوي دي، خو وایي اوس په دې اړه پر شوي تړون کار روان دی:

"موږ هیله من یو چې ډېر ژر به مو سیاسي روغه جوړه پای ته ورسېږي او بیا به په ګډه د ملي یووالي او همږغۍ له لارې د کرونا وایرس مخنیوي، د انصاف باوري کولو، باعزته او تلپاتې سولې، امنیتي او اقتصادي چېلنجونو ته توجه کوو".

تر دې وړاندې د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم ویلي وو، چې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ له څو میاشتو روانه سیاسي شخړه به ژر حل شي او ښاغلی عبدالله به د افغانستان د سولې شورا مشر وټاکل شي.

سرور دانش دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې ډیبورا لاینز سره د خپل وروستي ویډیویي ټلیفون په مهال کړې دي او ویلي یې دي چې د دواړو غاړو تر منځ د ګډ ملي حکومت په چوکاټ کې د یووالي او همږغۍ لپاره هڅې روانې دي او ژر به دواړه یوه اتفاق ته ورسېږي.

ښاغلي عبدالله تر اوسه دا نه دي ویلي چې له حکومت سره یې روغه جوړه پر کومو شرایطو شوې ده، خو د عبدالله عبدالله ویاند امید میثم وایي، پر دې اتفاق شوی چې په حکومت کې به سیاسي مشرانو ته عادلانه او اغېزمنه برخه ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د اپرېل پر ۲مه هم ولسمشر غني عبدالله عبدالله ته د سولې د عالي شورا د مشرۍ وړاندیز کړی وو،‌ خو د ډاکټر عبدالله ډلې د ولسمشر غني وړاندیز رد کړی وو او ویلي یې وو چې د سولې عالې شورا د مشرۍ وړاندیز ورته په هیڅ حالت کې د منلو وړ نه دی.‌ د دې ډلې یوه غړي نورالرحمان اخلاقي ویلي وو، اشرف غني دا صلاحیت نه لري چې داسې وړاندیز وکړي.

د افغانستان د رسنیو د خبر له مخې عبدالله عبدالله د ولسي جرګې د غړو په وسیله یوه میاشت مخکې له ولسمشر اشرف غني غوښتي وو چې د وزیراعظمۍ څوکۍ او په حکومت کې د ۶۰ فیصده واک تر څنګ د کابینې د غړو په ټاکلو کې هم ۴۰ فیصده واک ورکړي، خو ولسمشر اشرف غني یې دا وړاندیز ‌ رد کړی وو.

د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ‌ سیاسي اختلاف وروسته له هغه پېښ شو، چې په تېره فرورۍ میاشت کې د افغانستان د انتخاباتو کمېشن اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او عبدالله ترې انکار وکړ او بیا د مارچ په نهمه عبدالله هم له اشرف غني سره په یوه ورځ ځان له خپلو د افغانستان ولسمشر اعلان کړ او د لوړې مراسم یې تر سره کړل.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپېیو، د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او یو شمېر نورو بهرنیو او کورنیو شخصیتونو پرله پسې خبرو په نتیجه کې بالاخره دواړه لوري روغې جوړې ته نیژدې شوي دي خو دا تر اوسه نه ده څرګنده چې په حکومت کې به عبدالله عبدالله ته څومره برخه ورکول کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG