لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو ته د امریکایي پوځ سپیناوی: د جنرل میلر بیان د سولې هیله وه، خو که تشدد کم نه شي جواب به درکول کېږي


واشنګټن ـــــ په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د تشدد زیاتوالي ته په پام طالبانو او امریکې پر یوه بل د سولې د بهیر د خرابېدو تورونه پورې کړي او پر ټویټر یې د سولې تړون ته د ژمن پاتېدو په اړه یو بل ته سپیناوی ورکړی دی.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر سکاټ میلر درې ورځې وړاندې ویلي وو، چې که طالبانو خپل بریدونه ونه دروي نو له جوابي عمل سره مخ کېدلای شي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه له امریکایي ځواکونو سپیناوی غوښتی وو او پوښتنه یې کړې وه چې د سکاټ میلر دا خبرې د سولې او که د جګړې پیغام دی.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند کرنل سني لګیټ د شنبې- خالي په ورځ طالبانو ته په یوه دوه مخیز لیک کې لیکلي چې "ټول اړخونه" باید د نورې وینې تویېدلو د مخنیوي لپاره له زغمه کار واخلي. کرنل لګیټ پر ټویټر د طالبانو ویاند مخاطب کړی او ورته ویلي یې دي:

"ذبیح الله! تاسې د جنرل میلر د خبرو سپیناوی غوښتی چې پر طالبانو یې د جګړې کمولو ږغ کړی وو. راشه سپینه یې کړو: د افغانستان خلک امن غواي، نړۍ له طالبانو غوښتي چې ډزبندي وکړي او د کرونا وایرس مخنیوي ته توجه وکړي، همدا وخت دی چې تشدد باید ودرول شي".

د امریکایي پوځ ویاند په لیک کې طالب ویاند ته وړاندیز کړی، چې د جنرل میلر خبرې دې سمې واوري او نه دې یې تاووي، ځکه چې وایي دوی پوهېږي د هغه خبرې افغانانو ته څومره ارزښت لري او باید سمې ژباړل شوې وي:

"د تاوتریخوالي کمېدل یوه مهمه اړتیا ده او دا د جګړې د ټولو اړخونو- افغان امنیتي ځواکونو، طالب جنګیالیو او، هو، ګډو ځواکونو- په مشرانو پورې اړه لري. برید د برید په نتیجه کېږي او چې برید نه وي برید نه کېږي. که تشدد کم نه شي، نو بیا هو، جواب به ورکول کېږي".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکایي پوځ د ویاند ټویټ ته په جواب کې لیکلي، چې د حل لاره په قطر کې د سولې د تړون عملي کېدل دي. مجاهد د امریکایي ځواکونو څرګندونې پاروونکې بللې او لیکلي یې دي:

"دا اوسنۍ فضا په خپلو بې معنا او پاروونکو بیانونو مه خرابوئ، موږ خپل انجام ته ژمن یو، تاسې هم د خپلو ذمه واریو احترام وکړئ".

د امریکایي پوځ ویاند په لیک کې لیکلي، دوی دا ګومان نه کاوه چې کرونا وایرس به په ټوله نړۍ کې خپرېږي او یو بل سرخوږی به جوړوي. وایي کېدای شي دا وبا په افغانستان کې تر جګړې د زیاتو خلکو د وژنو او اقتصادي بدحالۍ سبب شي. وایي جنرل سکاټ میلر د همدې لپاره په قطر کې د طالبانو له استازو سره لیدلي وو او ټینګار یې ورباندې کړی وو چې په جګړه کې ټولې ښکېلې غاړې باید تاوترخوالی کم کړي.

طالبانو او امریکا د فرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې د سولې تړون لاسلیک کړی، چې له مخې طالبانو پر امریکایي او بهرنیو ځواکونو د بریدونو نه کولو ژمنه کړې وه او ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو تر تبادلې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي، خو دغه مذاکرات د بندیانو په اړه د اختلاف له کبله ځنډېدلي دي.

د امریکایي پوځ ویاند کرنل سني لګیټ د لیک په پای کې لیکلي چې د جنرل سکاټ میلر د بیان مقصد طالبانو ته د جګړې ګواښ نه وو بلکې د سولې لپاره هیله وه. جنرل لګیټ ویلي چې طالبانو یواځې د فرورۍ له ۲۲مې تر ۲۸مې د تشدد کمولو په اوونۍ کې له تشدده لاس واخیست، خو وایي تر هغه وروسته یې تشدد زیات کړی دی. طالبان هم پر امریکايي ځواکونو ورته تور لګوي او وایي چې د سولې تړون ته ژمن نه دي پاته شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG