لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه: له ملخانو فصلونو ته تباهي پاکستان ته څلور اربه ډالره زیان ور اړولای شي


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې اداره وایي د ملخانو له کبله په پاکستان کې د پسرلي او اوړي فصلونه له تباهۍ سره مخامخېدای شي چې وایي که یې مخه ونه نیول شي‌ نو دا هېواد به له څلور اربه ډالره یا 669 اربه روپیو مالي تاوان سره مخ شي.

د خوراک او کرهنې ادارې (ایف اې او) پخپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې د کرونا وایرس له کبله موجود خطر د ټولنې د تر ټولو کمزورو طبقو تر څنګ د پسونو او فصلونو د بقا لپاره هم زیانمن ثابتېدای شي.

ملګري ملتونه وايي په پاکستان کې سږ کال فصلونو ته ور پېښ خطرونه په تېرو 27 کلونو کې په لومړي ځل دومره زیات شوي دي.

په بلوچستان کې د کروندو د ژغورنې د صوبایي ادارې مشر سید عارف شاه وایي،‌ تېر کال چې کوم ملخان راغلي وو د وچ او لندبل موسم له کبله یې په صحرا کې ډېرې هګۍ اچولې دي چې وایي نه یواځې په بلوچستان کې بلکې له ایرانه به هم د تېر کال په نسبت اووه ځله زیات ملخان پیدا شي:

"دا ملخان له یمنه سعودي ته بیا ایران او له هغه ځایه دلته بلوچستان ته راغلو،‌ دا ملخان دومره زیات وو چې هلته پر کنټرول برسېره هم دلته راغلو، د ایف اې او ذمه واري وه چې موږ ته به یې پر وخت خبر راکاوه او دلته چې د جهاز کومه سپرې وه هغه ونه شوه".

رپوټ وایي چې د ملخانو له کبله پسرلنیو فصلونو غنمو، نخودو (چڼو) او د تېلو تخمونو ته په لږ موده کې زیات زیان رسېدلای شي، چې وایي کېدای شي 15 فیصده پسرلني فصلونه ټول ضایع شي او پاکستان ته به یې 205 اربه روپۍ تاوان ورسېږي.

خو وایي کېدای شي د ملخانو د بریدونو له کبله د اوړي فصلونو ته زیات زیان ورسېږي، چې د ملګرو ملتونو د اندازې له مخې پاکستان ته یې د 464 اربه روپیو تاوان اټکل شوی دی او دا د ټول فصل 25 فیصده ګڼل کېږي.

د خوراک نړیواله اداره وایي چې په روانه مې میاشت کې دغه صحرایي ملخان بلوچستان او د ایران جنوبي ختیځو سیمو ته مخه کوي، چې وایي د پاکستان او هندوستان دواړو پولو ته څېرمه د رېګ شګلنې سیمې اغېزمنولای شي.

د پاکستان د فصلونو د ژغورنې مرکزي اداره وایي، له ملخانو د فصلونو د ژغورنې لپاره یې په مرکزي کچه یو پلان تیار کړی چې وایي‌ هغه باندې یې کار پیل کړی دی. د دې پلان منظوري وزیراعظم عمران خان په تېره جنورۍ میاشت کې ورکړې چې له مخې یې د بلوچستان، سیند او پنجاب د صحرایي سیمو د څارنې کار دوام لري.

د پاکستان د فصلونو د ژغورنې د مرکزي ادارې یو مشر محمد طارق خان وي او اې ته ویلي، چې په بشپړه توګه د ملخانو ختمول امکان نه لري خو وایي مخنیوی یې ضرور دی چې هغوی فصلونو ته د زیات تاوان اړولو سبب نه شي.

XS
SM
MD
LG