لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس سپېنې ماڼۍ ته ورسېده


کرونا وايرس د امریکا سپينې ماڼۍ ته رسېدلي او د سپينې ماڼۍ په دوه کار کوونکو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ پخلی کړی چې د مرستيال صدر مايک پنس پرېس سيکرټري او د ټرمپ د همکار سټېفن ميلر د ښځې د کرونا وايرس ټېست مثبت راغلی دی.

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي په مايک پنس کې د کرونا وايرس پخلی نه دی شوی او هغه به د ګل/ دوشنبې په ورځ بيرته سپينې ماڼۍ ته ستنيږي.

د سپينې ماڼۍ وياند ډېوين اوملي د اتوار/ شنبې په ورځ ويلي مرستیال صدر مايک پنس به د سپينې ماڼۍ د ډاکټرانو په لار ښوونه عمل کوي او هغه قرنطين شوی نه دی.

په سپينه ماڼۍ کې د کرونا وايرس پرضد عمليات کوونکی مشر پوهاند ډاکټر انتهوني فاؤچي ځان په خپله قرنطين کړی او د هغه د کرونا وايرس ټېسټ منفي راغلی دی.

په امريکا کې تراوسه پورې ۱۳لکه خلک کرونا وايرس اغېزمن کړي او د ۸۰ زرو نه زيات يې مړه کړي دي.

د امریکا نيويارک ښار کرونا وايرس تر ټولو زيات ځپلی دی.

د شمېرو ترمخه په نيویارک کې د اتوار د ورځې پورې ۲۶زره ۶۷۰ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي د اغېزمنو شمېره درې لکه ۳۵ زره ۳۹۵ ته رسېدلې ده.

په ګرده نړۍ کې د کرونا وايرس نه د اغېزمنو شمېره د څلور ميلينو نه اوښتې او د امریکا د جونز هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د دوه لکه او ۸۰زرو نه زيات خلک يې مړه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG