لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ایس ای ایس په هغه ټیکنالوجي د کرونا ناروغان لټوي چې ترهګر یې پرې لټول


واشنګټن ــــ د پاکستان مرکزي حکومت په کرونا وایرس د اخته کسانو او له دوی سره د لیدونکو کسانو د موندنې او پلټنې لپاره د استخباراتي ادارې ای ایس ای په مرسته له هغې ټیکنالوجۍ کار اخلي چې په عامو حالاتو کې د وسلوالو د پلټنې لپاره کار ترې اخیستل کېده.

د وزیراعظم عمران له خوا د کرونا وایرس د مخنیوي د اعلان شوي پروګرام له مخې حکومت له ای ایس ای استخباراتي ادارې غوښتنه کړې چې د وایرس په موندلو کې ورسره مرسته وکړي، کوم چې اوس په پاکستان کې په تېزۍ خپرېږي.

د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د دې ټیکنالوجۍ په وسیله به نوموړې استخباراتي اداره په کرونا وایرس د اخته کسانو ټیلیفوني خبرې اوري، چې په دې توګه دوی هغه کسان هم معلوم کړي چې په بدن کې یې د دې وایرس نخښې وي.

رپوټ زیاتوي چې د حکومت له خوا جوړې شوې د اقتصادي همکارۍ کمېټۍ د وزیراعظم عمران خان په ملاتړ د ای ایس ای د سپېشل ټیلیکام د څارنې د منصوبې د نوي کولو لپاره د ۱.۶۶ اربه روپیو منظوري ورکړې ده چې د کرونا وایرس د ناروغۍ د څارنې لپاره به خپله ټیکنالوجۍ په کار راولي.

په اپرېل میاشت کې د کرونا وایرس له کبله په لاک ډاون کې د اغېزمنو خلکو لپاره د مرستې را غونډولو په اړه ټیلیویژني وینا کې عمران خان دعوه کړې وه، چې "د موندنې او څرک" دغه سیسټم به یې هېواد ته دا موقع په لاس ورکړي چې ټولبند ختم کړي او کاروبارونه بیرته پرانیزي. عمران خان ویلي وو:

"ای ایس ای موږ ته د موندنې او څارنې لپاره یو اعلی سیسټم راکړی دی، دا په اصل کې د ترهګرۍ خلاف کارول شوی وو خو اوس دا د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره ګټور دی".

که څه هم د تحریک انصاف حکومت د دغې منصوبې په اړه تفصیلي معلومات نه دي ورکړي چې ای ایس ای به دغه ټیکنالوجي د خپلو ټولو پټو پالیسیو لپاره کاروي که څنګه، خو دوو پاکستاني چارواکو اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې د کرونا وایرس د مخنیوي په برخه کې به د ځای معلومولو او ټیلیفون اورېدلو لپاره دغه سیسټم کارول کېږي.

د رازدارۍ اندېښنې:

د کرونا وایرس د ناروغانو د څارنې دې سیسټم یو لړ اندېښنې هم را پارولې دي، د بشري حقونو مبارزین وایي، هغه چارواکي چې د هېواد پر زیاتو کلتوري او سیاسي برخو د اغېز تور ورباندې لګېږي، کېدای شي دغه ټیکنالوجي د خپلو سیاسي مخالفینو د څارنې لپاره غلطه وکاروي.

پخواني سنېټر او د بشري حقونو مبارز افراسیاب خټک اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې د کرونا وایرس د مخنیوي په مبارزه کې استخباراتي اداره ای ایس ای شاملول به د دې ناروغۍ په اړه نوره غیرضروري ویره خپره کړي:

"د کرونا وایرس د ناروغانو او مشکوکو پېښو د موندنې او څارنې لپاره دغه کار باید صوبایي حکومتونو او ځایي ټولنو ته وسپارل شي چې هغوی یې وکړي، استخباراتي ادارې دې خپل اصل کار ته پرېښوول شي".

اغېزمنه څارنه:

خو د استخباراتي ادارې چارواکي بیا دعوه کوي چې د کرونا وایرس د ناروغانو د موندنې او څارنې لپاره دا ټیکنالوجي کارول ضروري ده، ځکه چې وایي هغه خلک چې د دې ناروغۍ نخښې لري له علاجه ډډه کوي. یوه امنیتي چارواکي اې ایف پي ته ویلي:

"حکومت د کرونا وایرس د ناروغانو په موندنه کې کامیاب شوی دی حتی هغه کسان یې هم کشف کړي چې ټیسټ یې مثبت راغلی خو ځانونه یې پټ ساتلي وو".

اې ایف پي‌ خبري ایجنسۍ لیکي چې د پاکستان غوندې د اسرایلو استخباراتي‌ ادارې هم د ترهګرۍ ضد ټیکنالوجۍ په وسیله د کرونا وایرس د خپرېدو د مخینوي لپاره د خلکو څارنه کوي او د هغوی د موبایل ټیلیفونونو خبرې کشفوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG