لاس رسیدونکی لینک

 
پېښور ته به سبا د عرب هېوادونو څخه پروازونه راتلل پېل شي
تازه خبر

پېښور ته به سبا د عرب هېوادونو څخه پروازونه راتلل پېل شي


د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان ویلي پېښور ته به سبا د ګل/ دوشنبې د ورځې نه د عرب (ګلف) هېوادونو څخه پروازونه راتلل پېل شي.

سرکاري ميډيا د وزیراعلی محمود خان له قوله ویلي نړيوال پروازونه چې بيرته په ځای شو او د بهر هېوادونو سره نړيوال پروازونه پېل شو خلک به اوس کولی شي چې بيرته خپل ملک ته راشي.

هغه ويلي سبا به لمړی پرواز د سعودي عرب څخه په باچا خان هوايي اډه کوزيږي.

هغه ويلي دوېم پرواز به په درېم جون او د هغې وروسته به د پاکستان انټرنېشنل ائيرلاين پرواز په شپږم جون رارسي.

د پاکستان مرکزي حکومت د خالي/ شنبې په ورځ پاکستان انټرنيشنل ائيرلاين (پي ايي ای) د الوتکو ترڅنګ بهرنيونړیوالو پروازونو ته اجازت ورکړی دی.

پاکستان د کرونا وبا له امله نړيوال او په ملک کې دننه ټول پروازونه ودرولي وو.

پاکستان په داسې حال کې ځايي او نړيوال پروازونه په ځای کوي چې په ملک کې د کرونا وايرس پېښې ورځ تر بلې سېوا کيږي.


په پاکستان کې په تېر شوا روز کې نور ۸۸ کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي، له دې وړاندې په ۲۴ ساعتونو کې ۷۸ کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي وو.

په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړينو ټوله شمېره ۱۴۸۳ ته رسېدلې ده.

په تېر شوا روز کې په ۳۰۳۹ نورو کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی چې ورسره په ملک کې په دې وايرس د اخته شوؤ شمېره ۶۹زره ۴۹۶ ته سېوا شوې ده.

سرکاري شمېرې ښايي په ملک کې په دې ناروغۍ اخته ۲۵زره۲۷۱ کسان ښه شوي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG