لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د مايک پمپيو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو سره د ويډيوي کانفرنس د لارې په افغانستان کې د سولې په عمل خبرې اترې کړي دي.

د ارګ ترمخه په دغو خبرو کې چې افغان او امریکايي لوړ پوړي چارواکي او استازي هم شريک ؤ، د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي،

"د دواړو هېوادونو د ستراټېژيکو او اوږدمهاله اړيکو د تداوم (تسلسل) په چوکاټ کې د امريکا متحدو ايالتونو اساسي هدف يو متحد، خپلواک، ډيموکراتيک او باثباته افغانستان دی او هغه ته د رسېدو لپاره به د افغانستان حکومت سره په ګډه کار وکړو".

د ارګ د خبر ترمخه وروسته ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره نقشه تشريح کړه او وې ویل،

"د يو باثباته، واحد او ازاد افغانستان لپاره زياتې هڅې شوي او ټاکل شويو اهدافو ته د رسېدو لپاره دې د دواړو لوريو کاري ټيمونه د دې نقشې د عملي کولو لپاره د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو کار وکړي".

د ارګ د بيان ترمخه په دغو خبرو کې "د سولې، راتلونکو اقداماتو له هغې ډلې د بنديانو خوشې کول، تحليل او د مذاکراتو ځای او د سولې اړوند نورو اقداماتو په اړه بحث وشو".

کانفرنس ته لومړي مرستيال امرالله صالح د اورکم ورځو په اړه خپل تحليل او ارزونې او ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا د اقداماتو او د يادې شورا د غړو د بشپړېدو په اړه خبرې وکړې.

ارګ ويلي په دې ويډيو کانفرنس کې د ولسمشر اشرف غني مرستيالانو، د اقتصادي او سوداګرۍ چارو پراختيا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست، د چارو ادارې عمومي رئيس، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد، د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان او په افغانستان کې د امريکا سفارت شاژدافير هم ګډون کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG