لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امرالله صالح وایي د کورنۍ او دفتر نیمایي خلکو ته یې کرونا وایرس ور پورې شوی


واشنګټن ــــ د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وایي، د کورنۍ او دفتر نیمایي خلکو ته یې کرونا وایرس ور پورې شوی او د هېواد پر خلکو یې یو ځل بیا ږغ کړی چې دا ناروغي سنجیده وګڼي ځکه چې وایي هیڅوک له دې وبا خوندي نه دي.

ښاغلي صالح نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې افغانستان اوس د کرونا وایرس له کبله له ډېر تر ډېرې خطرناکې مرحلې تېرېږي، چې وایي حکومت یې له خپل ټول توان او وسایلو په کار اخیستو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي. امرالله صالح خلکو ته ویلي:

" مهرباني وکړئ د عامې روغتیا وزارت مشورې او ساینسي لارښوونې ومنئ او خپل ځانونه او کورنۍ و ژغورئ. موږ ټول د دې مرګوني وایرس د خطر کمولو لپاره کار کوو، خو هیڅوک هم خوندي نه دي، زما د کورنۍ او دفتر تر نیمایي زیات کسان هم په دې درد خته دي".

امرالله صالح دا خبر په داسې وخت کې ورکړی چې په افغانستان کې د کرونا وایرس په تېزۍ خپرېږي او پېښې یې ورځ تر بلې زیاتېږي. یواځې په تېرو څلرویشت ګنټو کې 787 نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او شپږ نور ځنې مړه شوي‌ دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې تر څلور سوه زیات روغتیایي کارکوونکي هم په کرونا وایرس اخته دي او تر اوسه یې شاوخوا 40 ترې مړه شوي دي چې په دغو ناروغه او مړو شویو کسانو کې ډاکټران هم شامل دي.

امرالله صالح له خلکو غوښتي چې د عامې روغتیا له وزارت سره د دوی مرسته د دې سبب کېدای شي چې په افغانستان کې د کرونا وایرس د خپرېدو کچه را کمه کړي.

ښاغلي صالح دوې ورځې وړاندې هم په خپله یوه ویډیو کې خبرداری ورکړی وو،‌ چې په افغستان کې د کرونا وایرس د مخنیوي تدابیرو ته د نه پاملرنې له کبله دا وایرس هلته د شدت او لوړتیا (اوج) په حال کې دی:

"په کور دننه او له هېواده بهر اټکلونه او علمي وړاندوینې ښیي چې افغانستان به په راتلونکو دوو میاشتو کې د دې وایرس د پراخېدو له سرساموونکي حالت سره مخ شي".

په افغانستان کې دا مهال په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر 18,054 دی او له دې ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر 300 ته رسېدلی او تر اوسه له دې ناروغۍ 1,585 تنه بیرته روغ شوي‌ دي.

د یادونې وړ ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ته هم کرونا وایرس ور پورې شوی وو چې بیا ترې جوړ شو او په اپرېل میاشت کې افغان رسنیو خبر ورکړی وو چې د ولسمشر غني د دفتر شل تنه کارکوونکو ته هم کرونا وایرس ور پورې شوی وو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG