لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بې پولې خبریالان: په افغانستان کې 70 خبریالانو ته کرونا وایرس ور پورې شوی


واشنګټن ــــ په افغانستان کې د جګړې او ترهګرۍ په پېښو کې د عامو خلکو تر څنګ هر کال لسګونه خبریالان هم وژل کېږي او ټپي کېږي، خو اوس د دې هېواد لسګونه خبریالان هم د خپل کار په مهال په کرونا وایرس اخته شوي دي.

د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکي نړیوال تنظیم بې پولې خبریالان (آر ایس ایف) د جمعې په ورځ‌ پخپل رپوټ کې ویلي، چې په افغانستان کې 70 تنه خبریالانو ته کرونا وایرس ور پورې شوی دی.

په کرونا وایرس د دومره زیات شمېر افغان خبریالانو د اخته کېدو دا خبر په داسې وخت کې ورکړل شوی چې په دې هېواد کې دا ناروغي په ډېره تېزۍ خپرېږي او د اغېزمنو کسانو شمېر یې 19 زره ته نیژدې شوی او د مړو شمېر یې 309 ته رسېدلی دی.

د بې سرحده خبریالانو تنظیم پخپل رپوټ کې ویلي، د مارچ د میاشتې له پایه چې یې کوم معلومات را غونډ کړي د هغه په بنیاد د دې هېواد ۷۰ خبریالان په کرونا وایرس اخته شوي، چې وایي دا په نړۍ کې تر بل هر هېواد په دې ناروغۍ د خبریالانو د اخته کېدو زیات شمېر دی.

په فرانس کې موجود د خبریالانو د حقونو خوندي کوونکي دې تنظیم پخپل بیان کې ویلي، تېره اوونۍ د افغان رسنیو لپاره یوه مرګونې اوونۍ وه ځکه چې وایي دوه د رسنیو کسانو د داعش ډلې په برید کې و وژل شول او دوه له کرونا وایرسه مړه شول. په رپوټ کې راغلي:

"د کابل په شاوخوا کې تقریباً ۵۰ خبریالان چې کرونا وایرس ور پورې شوی وو وایي چې یا یې د پیسو د نشتوالي او یا د طبي وسایلو د نشتوالي له کبله د دوی سم علاج نه دی شوی".

آر ایس ایف له افغان چارواکو غوښتي چې له جګړې او وایرس دواړو دې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د ژغورنې لپاره ګامونه پورته کړي.

افغان حکومت سمدستي د بې سرحده خبریالانو د تنظیم غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی.

په روانه اوونۍ کې په کابل کې د یو شخصي ټیلیویژن "آریانا نیوز" یو ډرایور او په ننګرهار کې د افغانستان د سرکاري ټیلیویژن آر ټي اې خبریال د کرونا وایرس له کبله مړه شول.

بل لور ته د مې په 30مه د یوه شخصي ټیلیویژن خورشید کارکوونکي په کابل کې په یوه بس کې روان وو، چې د سړک له غاړې ښخ کړل شوی بم ورباندې وچاودېد او په نتیجه کې یې یو خبریال او یو بل د ټیکنیشن و وژل شوی او څلور نور ټپیان شول. داعش ډلې د دې برید ذمه واري پر غاړه واخیسته.

د بې سرحده خبریالانو د رپوټ له مخې له 2015م کال راهیسې داعش ډلې په افغانستان کې د داسې بمي چاودنو او بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي چې 15 خبریالان او د رسنیو کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG