لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: جنرل باجوه د اشرف غني سره ليدلي


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه نن د نهې/ سه شنبې په ورځ د کابل سفر کړی او د افغان ولسمشر اشرف غني سره يې ليدلي دي.

دغه خبره په کابل کې د پاکستان سفارتخانې په یو ټويټ کې کړې ده.

نه خو افغان صدارتي ماڼۍ او نه بيا په کابل کې د پاکستان سفارتخانې د دغه ليدنې په اړه نور کوم جزيات شريک کړي دي.

د پاکستان د پوځ مشر د کابل دا سفر په داسې حال کې کړی چې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د اتوار/ يکشنبې په ورځ د پاکستان سفر کړی ؤ.

د پاکستان پوځ ویلي ؤ په دغه ليدنه کې جنرل قمر جاوېد باجوه د زلمي خليلزاد سره په دوه اړخيزه شريکو ګټو، د سيمې د امنيت، د افغان کډوالو، افغان سولې د خبرو په عمل او افغانستان او پاکستان د ګډې پولې د انتظام په سر خبرې اترې کړې وې.

د زلمي خلیلزاد او جنرل باجوه د خبرو په اړه د امریکې سفارتخانې په یو بیان کې ويلي ؤ دواړو مشرانو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیوانو د ازادولو په باره کې خبرې وکړې او وې ویل د اختر په موقع شوي ډزبندۍ په دغه عمل کې چټکتیا راوستي وه.

د سفارت په بیان کې ويل شوي ؤچې زلمي خلیلزاد د افغان امن په ملاتړ کوولو د وزیراعظم عمران خان او د جنرل باجوه ستاینه وکړه. بیان زياته کړې زلمی خلیلزاد او جنرل باجوه په دې خبره متفق وو چې په افغانستان کې امن په سیمه کې امنیت، روابطو او پرمختګ ته وده ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG