لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د کرونا څخه د مړو شمېر۲۳۵۶ او اغېزمن د يو لک ۱۸زرو نه سېوا شوي


په پاکستان د کرونا وايرس څخه د مړينو لړۍ دوام لري، په تېر شوا روز کې نور ۱۰۱ کسانو د دې وايرس څخه ژوند د لاسه ورکړی دی.

په پاکستان کې د کرونا څخه د مړینو ټوله شمېره ۲۳۵۶ ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په نورو ۵۸۳۴ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس وهلو ټوله شمېره يو لک ۱۸ زره، ۱۰۷ ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وايرس څخه ۳۸زره۳۹۱ کسان ښه شوي هم دي.

د پاکستان په پنجاب صوبه کې کرونا وايرس پېښې تر ټولو زياتې مخې ته راغلي دي.

په پنجاب کې په ۴۵زره۴۶۳ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی او ۸۷۱ يې مړه کړي دي.

په دوېم نمبر سند صوبه ده چرته چې په ۴۳زره۷۹۰ کسانو کې دا وايرس مالوم شوي او ۷۳۸ ترې مړه شوي دي.

په درېم نمبر خېبرپښتونخوا ده په خېبرپښتونخوا کې تراوسه پورې په ۱۵زره۲۰۶ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۶۱۹ ترې مړه شوي دي.

بلوچستان کې د کرونا وايرس ټولې پېښې۷۳۳۵ او مړه شوي ۷۳، په اسلام اباد کې کرونا ۶۲۳۶ اغېزمن کړي او ۶۲ يې مړه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG