لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو نومیالی شاعر او څېړونکی فضل محمد پنهان د 79 کلنۍ په عمر مړ شو


واشنګنټن ـــــ د پښتو ژبې نومیالي لیکوال، شاعر او څېړونکي استاد فضل محمد پنهان د اوږدې ناروغۍ له کبله د 79 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

ښاغلی پنهان په 1941م کال کې د کندهار ښار په ده خواجه سیمه کې زېږېدلی وو او د ژوند شاوخوا پینځوس کلونه یې لیکوالۍ ته ځانګړې کړې وه او تر دې مهاله یې 23 کتابونه چاپ او ځینې ناچاپه دي.

ارواښاد پنهان په کابل پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی لوستی وو او د کندهار د عالي دارالمعلمین [د استادانو د روزنې کالج] پخوانی استاد وو او ډېره موده یې د ښوونې روزنې په برخه کې خدمت کړی دی.

د کندهار اوسېدونکی لیکوال محمد نبي سلطاني وایي، فضل محمد پنهان زیات وخت د افغانستان د تاریخ، ادبیاتو او کلتور څېړنې ته ورکړی وو. ښاغلی سلطاني پخپله یوه مقاله کې د استاد پنهان په اړه وایي:

"ده د خپل ژوند ډېره برخه د افغاني تاریخ د شنلو او سپړلو، د کلتور د ثابت ساتلو او خوندي کولو، د شعر او شاعرۍ د اصلاح کولو، د انسان او انسانیت د ژغورلو او لوړولو، د سیاسي فکر بلوغ ته د رسولو او ارتقا ورکولو ته ځانګړې کړې وه".

په چاپ کتابونو کې یې ځینې په دې ډول دي:

1. "دوه صوفي شاعران، مولانا بلخي او رحمن بابا"، 2. "تاریخ نه مسخه کېږي" د احمد شاه ابدالي د واکمنۍ او پاني پت جګړې په اړه څېړنه، 3. "د ملنګ کچکول" د مقالو ټولګه، 4. "کندهار په شعرونو او لنډیو کې"، 5. "بایزید روښان او د هغه پاڅون"، 6. "حمید ماشوخېل او میرزا حنان بارکزی"، 7. "کندهاري شعراء" د پخوانيو او اوسنيو کندهاري ليکوالانو او شاعرانو تذکره.

استاد فضل محمد پنهان په انګرېزي ژبه هم پوره حاکم وو، چې له دې ژبې په ګټه اخیستو یې د "پښتو انګلیسي ژبښود" او "د انګلیسي پښتو ګرامر" دوه نور کتابونه هم لیکلي او چاپ شوي کتابونه دي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د ادارې په وینا استاد فضل محمد پنهان به سبا د شنبې- خالي په ورځ د کندهار پوهنتون د مشهورو کسانو په هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG