لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: که صوبو راسره مشوره کړې وای په پیل کې مې هم لاک ډاون نه کاوه


واشنګټن ـــــ په داسې حال کې چې په پاکستان کې لا هم کرونا وایرس په تېزۍ خپرېږي وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي چې ټولبند یا لاک ډاون د کرونا وایرس د مخنیوي حل نه دی او وایي که صوبو ورسره مشوره کړې وای په لومړي پړاو کې به یې هم "سخت" لاک ډاون نه وای کړی.

عمران خان په اسلام اباد کې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره له حکومت سره د همکارۍ په برخه کې د خیرښېګړې د درو تنظیمونو د پرانیستنې مراسمو ته په خبرو کې وویل:

"لاک ډاون یو بېساری حالت جوړ کړ، که صوبو له ما سره مشوره کړې وای ما به د ټولبند اجازه نه وای ورکړې، ځکه یو ډول ویره یې خپره کړې وه چې دا وایرس به د یورپ او ووهان غوندې دلته هم خپور شي، خو زموږ حالات بېل دي خو سخت لاک ډاون وشو".

عمران خان دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې په پاکستان کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر یو لک 86 زره شپږ سوه ته رسېدلی او 3,716 تنه یې مړه کړي دي او تر ننه 73,471 تنه بیرته ترې روغ شوي دي.

پاکستان رسنۍ وایي چې د کرونا وایرس د پېښې د زیاتېدو په حال کې په هېواد کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو د ټیسټونو سهولت هم په کمېدو دی. بلې خواته اپوزیشن ګوندونو پر وزیراعظم عمران خان نیوکې کړې چې وایي د لاک ډاون له ختمېدو سره په پاکستان کې کرونا وایرس لا زیات خپور شو.

وزیراعظم عمران خان پخپلو تازه خبرو کې ویلي چې پاکستان اوس هم تر څنګلوري هېواد هند، امریکې او یورپي هېوادونو ښه دی ځکه چې وایي حکومت یې د احساس پروګرام له مخې په اغېزمنو 12 میلینه غریبو کورنیو کې پیسې ووېشلې:

"راتلونکې میاشت یو څه سخته ده چې برسېرن ټولبند به پکې عملي کېږي او احتیاطي تدابیر به په سختۍ سره اخیستل کېږي چې د لوی عمر او هغه خلک وژغورل شي کوم چې مخکې له مخکې د زړه، شوګر او د وینې د فشار په ناروغۍ اخته دي".

مسلم لیګ نواز او پیپلز اپوزیشن ګوندونو د کرونا وایرس په اړه د حکومت پر هڅو د قومي اسمبلۍ په غونډه کې هم تنقید کړی دی. د مسلم لیګ نواز ګوند غړي وحید عالم خان ویلي چې اوسنی حکومت خپلې ناکامۍ د کرونا وایرس په نامه پټوي:

"کرونا وبا شته خو د مخنیوي لپاره یې هیڅ پلان نه شته حکومت شته خو حکومتداري بېخي نه شته".

په هېواد کې د ټولبند په حق او مخالفت کې دا خبرې په داسې وخت کې راغلې چې د هېواد په ځینو ښارونو کې د کرونا وایرس د پېښو له زیاتېدو سره یو ځل بیا لاک ډاون لګول شوی دی. د پښتونخوا د نورو ښارونو په ګډون په مردان کې هم پینځه ورځې بشپړ لاک ډاون اعلان شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG