لاس رسیدونکی لینک

 
هلمند: په چاؤدنه او بريد کې 23 ملکي وګړي وژل شوي، اشرف غني بيا په طالبانو د جګړې څخه د لاس اخيستو غږ کړی
تازه خبر

هلمند: په چاؤدنه او بريد کې 23 ملکي وګړي وژل شوي، اشرف غني بيا په طالبانو د جګړې څخه د لاس اخيستو غږ کړی


د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې په موټري بمي چاؤدنه او مارټر ګولې په بريد کې لږ تر لږه 23 ملکي وګړي وژل شوي دي، افغان ولسمشر بيا په طالبانو غږ کړی چې د جګړې څخه لاس واخلي او مذاکرات پېل کړي.

د هلمند ولايت د رسنیو دفتر د يادې چاؤدنې او بريد په اړه ويلي، "نن سهار شاوخوا نهه بجې د سنګين ولسوالۍ زوړ بازار سيمه کې پر دوديز ميله بازار د دښمن لخوا دوه چاودنې شوي، چې په ترڅ کې يې د ولسي سرچينو د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ دوه وسله وال طالبان وژل شوي، 23 تنه ملکي وګړي شهيدان او شاوخوا 15 تنه نور زخميان دي".

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه افغان پوځ او طالبان د دغه بريد تورونه په بل لګوي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي طالبان په دغه چاؤدنه کې لاس نه لري.

او پوځ ويلي نن د ګل/دوشنبې په ورځ دوی په دغه علاقه کې عمليات نه درلوده او په چاؤدنه کې دوه طالبان وژل شوي کله چې په مارکيټ کې موټر بم چاؤدلی دی.

افغان صدارتي ماڼۍ ارګ ياد بريد غندلی او د ماشومانو او تنکيو ځوانانو په ګډون په ملکي وګړو بريد يې د اسلامي او انساني ارزښتونو پرضد بللی دی.

افغان ولسمشر اشرف غني ويلي، "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو وار بیا له طالبانو غواړي چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او د افغانانو غوښتنه چې د جګړې پایته رسول او د مذاکراتو پیلول دي، ومني".

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې طالبان او حکومتي ځواکونه دواړه د ملکي وګړو په مرګ ژوبلو کې ککړ دي، او په وروستيو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې سېوا شوي هم دي.

په افغانستان کې د بدامنۍ او تشدد پېښې په داسې حال کې دوام لري چې د راپورونو ترمخه د راتلونکې مياشت جولايۍ په سر کې طالبان او د کابل د حکومت استازي په قطر کې خبرې پېلوي.

بل لور ته د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې د توافقنامې لاندې د بندیوانو خوشي کول هم دوام لري.

د ای پي ترمخه افغان حکومت وايي تراوسه پورې يې 3500 طالبان خوشي کړي دي او طالبان وايي دوی هم د سوؤنو په شمېره کې افغان سرتيري او مامورين ازاد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG