لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډېنيل پرل په تښتولو او وژنه تورن څلور بندي کسان به تر 30م ستمبر بنديوان وي


د پاکستان سند صوبې حکومت پرېکړه کړې چې د امريکايي ژورنالسټ ډېنيل پرل د تښتولو او وژنې په تور کې بندي کسان به د 30م ستمبر پورې په زندان کې وي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه سند حکومت د اړوند قانون لاندې د امنيت په موخه د دغو څلورو کسانو د درېو نورو مياشتو دپاره په بند کې د ساتلو پرېکړه کړې ده.

د خبر ترمخه د کراچۍ د مرکزي زندان دوه چارواکو د نوم نه څرګندولو په سر پخلی کړی دی چې سند حکومت اعلاميه جاري کړې ده.

د سند حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کړې چې د تېرې مياشتې په وروستيو کې د پاکستان سپریم کورټ د سند حکومت هغه خواست رد کړی ؤ چې د امریکايي خبریال ډېنیل پرل په قتل کې د نیول شویو کسانو د بري کېدو فېصله دې وځنډول شي.

د سند هايي کورټ سږ کال د اپرېل په میاشت کې د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ جرنل خبریال ډېنیل پرل د وژنې په لړ کې د سزا شویو څلورو کسانو اپېلونه منظور کړل او د هغوی د بري کوولو فیصله یې وکړه او د بل مرکزي ملزم احمد عمر سعید شیخ د مرګ سزا یې په عمر قېد کې بدله کړه.

ډېنیل پرل په کال ۲۰۰۲ کې په کراچۍ کې په مبینه توګه تښتول شوی او بیا قتل کړی شوی ؤ.

د امریکې خارجه وزارت د ډېنیل پرل په قتل کې د ملزمانو د سزاګانو ختمېدو غندنه کړې او د امریکې خارجه وزارت وویل دغه فیصله د ترهګرۍ ښکار د کورنیو سپکاوی دی.

د سند حکومت د هايي کورټ فیصله په سپریم کورټ کې چېلنج کړې او د سند حکومت وکیل عدالت ته ويلي د ډېنیل پرل په قتل کې نیول شوي ملزمان نړیوال ترهګردي، چې یو پکې په هندوستان او بل پکې په افغانستان کې د وسله والو ډلو سره کار کړی دی او که چېرې دوی ازاد کړی شول نو سنګېنې نتیجې به یې مخې ته راشي.

د ارونې په مهال د سپریم کورټ جسټس مشیر عالم وویل د هايي کورټ فیصله په کوټلي سبب او یا د کومې قانوني نیمګړتیا په بنیاد مسترد کېدلی شي.

سپریم کورټ د پرل په قتل کې د ملزمانو د بري کېدو د فېصلې ځنډولو خواست رد کړی او په ستمبر کې يې د مقدمې د اورېدنې نېټه ټاکلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG