لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا وایرس له کبله مړي تر چین زیات شول


واشنګټن ــــــ په پاکستان کې د خپل ګاونډي هېواد چین په نسبت له کرونا وایرسه تر اغېزمنو کسانو وروسته د مړیو شمېر هم زیات شو، د چین په ووهان ښار کې دغه وبا اوس کنټرول شوې خو په پاکستان کې لا هم په تېزۍ خپرېږي.

وزیراعظم عمران خان د شنبې- خالي په ورځ د حکومتي او پوځي چارواکو په یوه غونډه کې له کرونا وایرس د ژغورنې پر تدابیرو او د برسېرن لاک ډاون پر عملي کولو ټینګار وکړ، چې وایي له دې سره تر راتلونکي لوی اختر مخکې د کرونا وایرس د خپرېدو مخه ونیول شي.

دا مهال په پاکستان کې له کرونا وایرسه د اغېزمنو کسانو شمېر دوه لکه 27 زره 254 ته رسېدلی او تر اوسه په ټول هېواد کې څلور زره 680 تنه ځنې مړه شوي دي، خو په چین کې له دې ناروغۍ د اغېزمنو کسانو شمېر 83 زره 545 دی او مړي یې څلور زره 634 دي.

د عمران خان په مشرۍ په دغه غونډه کې د دفاع وزیر پرویز خټک، د ګډو ځواکونو مشر جنرل ندیم رضا، د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه، د سمندري ځواکونو مشر ایډمرل ظفر محمود عباسي، د هوایي ځواکونو مشر اېرمارشل مجاهد انور خان، د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر جنرل فیض حمید او یو شمېر د حکومتي کابینې غړو ګډون کړی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قرېشي په دې غونډه کې ګډون نه وو کړی ځکه چې هغه ته د جمعې په ورځ‌ کرونا وایرس ور پورې شوی دی.‌ ښاغلي قرېشي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو، چې روغتیایي حالت یې ښه دی خو وایي ځان یې له خلکو ګوښه کړی او حکومتي کارونه به له کوره کوي.

د پاکستان اپوزیشن ګوندونه د تحریک انصاف پر حکومت نیوکه کوي چې وایي د بشپړ ټولبند یا لاک ډاون له کبله په هېواد کې کرونا وایرس زیات خپور شو او دوی یې په مخنیوي کې ناکامه دي، خو وزیراعظم عمرخان په غونډه کې برسېرن لاک ډاون اغېزمن وباله او ویې ویل چې د غریبانو خلکو له اغېزمنېدو پرته یې د وبا په مخنیوي کې مرسته وکړه.

په غونډه کې وزیراعظم عمران خان د روغتیایي چارواکو له خوا په هېواد کې د کرونا وایرس د مخنیوي، په دې اړه د حکومتي تګلارې، برسېرن لاک ډاون او له دې وبا څخه د خلکو د روزګار د اغېزمنېدو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول.

ګلف نیوز په تېرو ورځو کې یو رپوټ خپور کړی وو،‌ چې وایي په پاکستان کې د ډاکټرانو په ګډون له هغو زرګونو روغتیایي کارکوونکو څخه چې په وروستیو میاشتو کې د خپل کار په مهال په کرونا وایرس اخته شوي وو، 58 تنه مړه شوي دي چې وایي په هغوی کې 42 یې ډاکټران دي.

عمران خان په غونډه کې د ډاکټرانو په ګډون د ټولو روغتیایي کارکوونکو هڅې وستایلې او اعتراف یې وکړ چې وایي دوی تر بل هر چا له دې نړیوالې وبا سره په مبارزه کې زیات اغېزمن کېږي.

عمران خان د پاکستان د خلکو ستاینه هم وکړه چې وایي په تېرو دوو میاشتو کې یې له دې ناروغۍ د ژغورنې پر تدابیر عمل کړی دی، وایي ځکه خو دا ناروغي تر نورو هېوادونو په پاکستان کې کمه خپره شوې خو روغتیایي ماهرین وایي په پاکستان کې د ټیسټونو د کموالي له کبله په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر تر هغه څو چنده زیات دی چې حکومت یې یادوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG