لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې په بهر هېوادونو کې مېشت خبريالان نه ګواښي، بې پولې خبريالان


د ازاد ژورنالزم او ژورنالسټانو د حقونو دپاره کار کوونکي د بې پولې خبريالانو تنظيم (رپورټرز ود اؤټ بارډرز) پاکستاني چارواکو ته خبرداری ورکړی چې په بهر هېوادونو کې مشت خبريالان دې نه ګواښي.

تنظيم ویلي د پاکستان د حکومتي چارواکو نه افشا/ليک شوی مکتوب (ميمو) بوږنونکی دی چې پکې ويل شوي په بهر ملکونو کې مېشت شپږ ژورنالسټان دې د پاکستان پرضد وېنا څخه منع کړی شي.

تنظيم ویلي د ليک شوي مکتوب د کره والي پرته، که دغو ژورنالسټانو يا کورنيوله يې څه وشو زمه وار به یې پاکستاني چارواکي وي.

رپورټرز وټ اؤټ بارډرز ويلي، د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت دغه مکتوب چې د 18م جون نېټه پرې ليک ده، د شپږو ژورنالسټانو نومونه پکې ليکل شوي چې پکې پينځه پاکستاني او يو افغان دی، په دوی تور لګول شوی چې په يورپ او امریکا کې په داسې هلوځلو کې ککړ دي چې د پاکستان ګټو ته تاوان رسوي.

په مکتوب کې تور لګول شوی چې دا ژورنالسټان د پاکستان ضد هلو ځلو او بهرنيو مطبوعاتو کې په بدل نوم د پاکستان ضد موادو خپرولو کې ککړ دي.

ويل شوي د دوی او د دوی د سوشل ميډيا اکاؤنټونو سخته څارنه دې وشي او ښايي په راتلونکې کې د دوی پرضد په رسمي لاره تماس ونيول شي چې د پاکستان پرضد د غږېدو نه ودرول شي.

تنظيم ویلي دغه مکتوب د پاکستان استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي د اسلام اباد مشر، د پوځ د وياندې ادارې (ايي اېس پي ار) مشر، د وزيراعظم د اطلاعاتو او براډکاسټنګ ځانګړي مرستيال، د پوځي استخباراتي ادارې (اېم ايي) او د بهرنيو چارو وزارت ته لېږل شوی دی.

تنظیم زياته کړې ښايي دا مکتوب د کورنيو چارو وزارت نه وي ليک کړی، او دا د پينځه ادارو د مشرانو په نوم شوی او دا واضحه هم نه ده چې دا به چا ليک کړی وي او مقصد به يې څه وي.

د تنظيم د اسيا د څانګې مشر ډېنيل بېسټرډ ويلي، څوک دې بې وقوف جوړ نه شي دا مکتوب د پاکستان استخباراتي ادارې ليک کولی شي چې اولس پرې ګمراه کړي او ژورنالسټان وګواښل شي او زياته کړې يې ده که دا سرکاري مکتوب هم نه دی بيا هم بوږنونکی دی.

بېسټرډ ویلي دوی د دغو خبريالانو په ساتنه پام کوي او که دوی يا د کورنۍ غړي له یې څه وشو دوی خبر دي چې زمه وار به يې څوک وي.

تنظيم ویلي د دې کال پېل کېدو سره په بهرنيو هېوادونو کې د پاکستاني ژورنالسټانو په نخښه کېدل سېوا شوي او په دوی کې په سویډن کې مېشت د بلوچستان ټايمز د وېب پاڼې د مدير ساجد حسېن مرګ خطرناکه پېښه وه د هغه د ورکېدو اووه میاشتې وروسته د هغه مړی ترلاسه شوی ؤ.

تنظيم ويلي د سويډن پوليس دا امکان هم نه دی رد کړی چې د هغه دوژنې علت د هغه د ژورنالسټ په توګه کار کول ؤ خو د ساحد حسېن په وېب پاڼه به په بلوچستان کې د نشه يي توکيو د قاچاق، د بشري حقونو د سرغړونو، په زوروه د خلکو د بې درکه کولو ترڅنګ نور داسې خبرونه خپرېدل، دا اندېښنه ده چې هغه شايد د دې حساسه موضوعاتو چېړلو په سر په هدف کړی شوی وي.

د تنظیم ترمخه دوی ته پټ مالومات ترلاسه شوي چې د کال 2019 په وروستيو کې په پاکستان کې د ائي اېس ائي ترمنځ داسې فهرست ګرځېدو چې د پاکستان مخالفين پکې ياد کړی شوي چې د ملک نه بهر يې پناه اخستې ده.

د پاکستان حکومت دغه بيان ته تراوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ویلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG