لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني: طالبان په ټاکنو کې په ګډون خپل سیاسي مقاصد تر لاسه کولای شي


کابل ــــ افغان ولسمشر اشرف غني وایي طالبان د افغانستان د اسلامي جمهوریت برخه جوړېدای شي او خپل سیاسي مقاصد په انتخاباتو کې په برخې اخیستو سره تر لاسه کولای شي.

د افغان د سولې لپاره د نړیوال اتفاق دریمه ناسته د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ کې وشوه چې د 19 هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون د ویډیو کانفرنس له لارې شوه.

له ارګ څخه تېره شپه ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني یاد آنلاین کنفرانس ته په وینا کې وویل:

"د داسې سولې غوښتونکی یم، چې په سیمه او نړۍ کې د مستقل، ولسواک او متحد افغانستان په توګه د تېرو 19 کلونو بریاوې خوندي کړي".

په دې غوڼډه کې پر څلورو مهمو مسایلو د بندیانو پر تبادله، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پر ژر پیلېدلو، د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند باندې بحث وشو او ګډونوالو یې په افغانستان کې د اورکم، د ملکي مرګ‌ ژوبلو د پای ته رسېدو، عمومي اوربند او د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني کانفرنس ته ویلي چې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی د ژورې اندېښنې وړ دی او د افغان امنیتي ځواکونو خلاف د طالبانو د تشدد اندازه د نه ‌منلو ده.

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا هم دې یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې غونډې ته ویلي چې همدا نن د طالبانو په حملو کې د افغان امنیتي ځواکونو 15 پوځیان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې ښاغلي عبدالله ویلي افغانستان د عمومي اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د مشر د وړاندیز هرکلی وکړ، خو طالبان حاضر نه ‌شول چې اوربند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د تقریباً 600 طالب بندیانو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف لاهم پر خپل ځای پاتې دی.

تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل رایټر خبري ایجنسۍ ته ویلي وو، طالبانو منلې چې د خپلو شااوخوا شپږ سوه بندیانو پر ځای- چې افغان چارواکي یې له خلاصون سره مخالفت کوي- د خپلو نورو غړو د خوشې کېدو لېست وړاندې کړی، خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین بیا پر ټویټر لیکلي چې دوی د افغانستان حکومت ته په بدل کې کوم لېست نه‌ دی سپارلی.

سیاسي شنونکي هم د افغان سولې لپاره د شوې ناستې نړیوالې غوڼډې مؤثرې بولي او وايي چې سولې ته د رسیدو لپاره د سیمې هیوادونو او نړیوالو ملاتړ مثبت تمامیدلی شي. سیاسي شنونکی نصرت حقپال امریکا غږ ته وویل:

"دا د افغانستان لپاره یو بل ښه فرصت دی چې هند، پاکستان، ایران، د عربي نړۍ ځینې هیوادونه لکه متحده عربي امارات او سعودي عربستان هغه هیوادونه دي چې د یادو ناستو په ترڅ کې قناعت ورکول کیږي".

ښاغلی حقپال زیاتوي، د افغانستان حکومت د اشرف غني په مشرۍ په دې پوهیږي چې د امریکا اراده اوس ټینګه ده، چې طالبان له افغان حکومت سره په یو مېز کښېنوي:

"دوی ددې لارې هم هغه هیوادونه چې د طالبانو ملاتړ نه کوي لکه هند تر یوه بریده ایران، متحده عربي امارات او سعودي ملاتړ خپل کړي، او په سیمه ییزه او نړیواله کچه د حکومت د غوښتنو او په راتلونکي کې د سیاسي بقأ د تضمین په برخه کې د خبرو د مېز په سر باندې د دوی ملاتړ وکړي".

یو بل شنونکی او په افغانستان کې د مدني ټولنو د فدریشن رئیس صدیق منصور انصاري هم په دې باور دی، چې که چېرې د سیمې هیوادونه صادقانه همکاري وکړي، نو تپل شوي جکړه پای ته رسیدلی شي. ښاغلي انصاري امریکا غږ ته زیاته کړه:

"که چیرې هیوادونه په صادقانه ډول سره جرګه شي، نو په واقعیت سره ددغې غمیزې او تپل شوي جګړې د پای ته رسیدو په برخه کې رغنده نتایج ورکوی شي".

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې ولسي حرکت هم د افغانستان په 20 ولایتونو کې د سولې په ننګه د هم‌ مهالو غونډو له جوړولو وروسته د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې جګړه ودروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG