لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې فیډرل حکومت په تېرو اوولسو کلونو کې لومړي تن ته د مرګ سزا ورکړه


واشنګټن ـــــ د امریکې فیډرل حکومت له اوولسو کلونو وروسته یو تن د سپریم کورټ په امر نن د نهې- سه شنبې په ورځ زېندۍ (تېزندۍ) کړی دی.

سپریم کورټ د ضلعي عدالت هغه امر رد کړی، چې وایي د تورن تن سزا ته دې نوره کتنه وشي چې آیا د سزا طریقه یې د امریکې له آیین سره سم د هغوی د حقونو د خوندیتوب خلاف ظالمانه او غیرمعمولي خو نه ده.

ټاکل شوې وه چې په درو تنو سزا شویو کسانو کې یو ډېنیل لویس لي د ګل- دوشنبې په ورځ زېندۍ شوی وای، خو د ضلعي عدالت پرېکړې یې د مرګ سزا پرون وځنډوله او نن د سپریم کورټ تر پرېکړې څو ګنټې وروسته په انډیانا زندان کې زېندۍ شو.

لویس لي په 1996م کال کې د یوې اته کلنې نجلۍ په ګډو د یوې کورنۍ د درو تنو په وژنه تورن وو او له همدې کبله ورته د مرګ سزا اورول شوې وه.

د سپریم کورټ له امر سره سم به دوه نور کسان هم په روانه اوونۍ او یو بل را روانه میاشت زېندۍ کېږي، د دوی وکیل په دې نظر وو چې وایي د پینټوباربیټل په نامه د نشې زوروره ستن دوی ته یو ډول د سالنډۍ ستونځه ور پېښولای شي.

خو د سپریم کورټ اکثریت قاضیانو دا دلیل رد کړی او ویلي یې دي چې دا ستن ځانګړو ایالتونو تورنو کسانو ته د زېندۍ په وخت ور لګولې، چې وایي تر سل زیات کسان ورباندې مړه کړل شوي خو کومه پېښه نه ده شوې.

یو بل تورن تن ویسلې ایرا پرکې به سبا د شورو- چارشنبې په ورځ د نشې په ستن زېندۍ کېږي، ورپسې به ډسټین لي هانکین د جمعې په ورځ زېندۍ کېږي، همدارنګه کیت ډوایني نیلسن به د اګست پر 28مه زېندۍ کېږي.

په امریکا کې د مرګ سزا په 1988م کال کې پیل شوې، چې وروستی ځل په 2003م کال کې د مرکزي حکومت له خوا درې تنه زېندۍ کړای شول او له هغه وروسته دا لړۍ تم شوې وه، خو په تېره اپرېل میاشت کې یوه مرکزي عدالت اجازه ورکړه چې په زهرجنه ستن دې د مرګ سزا عملي کړل شي.

XS
SM
MD
LG