لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جسټس فايز عيسی ته د ګواښ کوونکي د بخښنې خواست رد کړی شو


د پاکستان سترې محکمې جسټس فايز عيسی ته ګواښ کوونکي د افتخارالدين نومې تن د بخښنې خواست رد کړی دی او په هغه په لګلول شوي فرد جرم يې اورېدنه پېل کړې ده.

افتخارالدين هغه تن دی چې د سپريم کورټ د جسټس فايز عيسی ښځې پولیس ته د هغه پرضد خواست کړی ؤ چې افتخار الدين يې مېړه ته د مرګ ګواښ کړی دی.

سپريم کورټ په افتخارالدين فرد جرم لګولی او نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ د سپريم کورټ د مشر قاضي (چيف جسټس) ګلزار احمد په مشرۍ د درې کسيزه ججانو ډلې د دغه تن پرضد د عدالت د سپکاوي د مقدمې اورېدنه کړې ده.

مشر قاضي د اورېدنې په مهال تورن افتخارالدين ته ویلي، د عدالت او ججانو سره ټوقې نه شي کېدی که داسې چاته اجازت ورکړی شي نو بيا به نظام ودريږي.

د راپورونو ترمخه د اورېدنې په وخت تورن تن د عدالت نه خواست کړی دی چې په خپلو کړو خبرو شرمنده دی او بخښنه غواړي.

عدالت د مرزا افتخار د بخښنې خواست رد کړی او ويلي يې دي چې د بخښنې ګنجايش ورسره نشته.

جسټس اعجازالحسن په اورېدنه کې وويل دغه شان خبرې خو څوک جاهل هم نه کوي کومې چې تورن تن کړي دي او بيا دغه خبرې په ټولنيزو رسنيو اچول شوي دي.

اټارني جنرل د اورېدنې په مهال ويلي په دې معامله کې د عدالت د سپکاوي قانون په ځای کيږي. د اورېدنې په مهال د جسټس فايز عيسي د ښځې بيان هم عدالت ته وړاندې کړی شوی دی.

تېره میاشت د جسټس فايز عيسی ښځې د اسلام اباد پوليسو ته ويلي ؤ مېړه ته يې د مرګ ګواښونه کیږی پوليس دې دغه تن ونيسي او پرضد دې مقدمه درج کړي.

د جسټس فايز عيسی ښځې سرينا عيسی پوليسو ته ويلي ؤ يوه ويډيو ورسره ده چې پکې يو تن وايي چې د هغې مېړه دې د خلکو په وړاندې ووژل شي.

سرينا د دغه تن د خلې خبره په خواست کې ليکلې "چې هر څوک چې په غبن کې ککړ وي که فايز عیسی وي، نېغ دې د وژونکي ډلې په وړاندې ودرول شي، دغه شان خلک دې د ټول ښار په وړاندې پانسي کړی شي".

سرينا ويلي دغه تن چې د هغې مېړه وژل غواړي د انټرنېټ نه يې مالوم کړی اغا افتخارالدين نوميږي خو پخلی يې نه شي کولی چې د دغه تن هم دا اصلي نوم دی.

هغې ويلي "څنګه چې تاسو ته مالومه ده ډېر زورور خلک زما د مېړه نه خوشحاله نه دي ځکه هغه دغه ويډیو د مرګ ګواښ ګڼي او دا هغه څه دي چې دوی ترې تېريږي".

هغې دا هم ويلي "عبدالوحيد ډوګر يې مېړه پرضد شکايت کړی خاوند يې بيا د ډوګر پوښتنه کړې خو حکومت ورته د دغه تن په اړه څه نه دي ويلي".

عدالت د مقدمې د بلې اورېدنې دپاره د يوې اوونۍ وخت ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG