لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې په افغانستان کې پينځه پوځي اډې پرېښودي، افغان ځواکونو ته يې سپارلي


د امریکې د دفاع وزارت (پينټاګون) ويلي په افغانستان کې د سولې په موخه د طالبانو سره په کړې موافقنامه کې يې خپلې ژمنې پوره کړي، پينځه پوځي اډې يې پرېښودي او افغان ځواکونو ته يې سپارلي دي.

پېنټاګون په 14م جولايي په جاري کړي بيان کې ویلي چې په 29م فرورۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافقنامې 135 ورځې وشوې، او د تړون د مخې امریکې په افغانستان کې د خپل پوځ شمېره 8600 ته راکمه کړې او پينځه پوځي اډې يې پرېښودي دي.

د پينټاګون په بيان کې ويل شوي کومې پوځي اډې چې دوی پرېښودي افغان ځواکونو ته يې سپارلي دي، خو د اډو په اړه پکې نور جزيات نه دي ورکړی شوي چې دغه اډي په کومو کوم علاقو کې خوشي کړی شوي دي.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ويلي ؤ، د سولې د خبرو د تړون 135 ورځې وشوې امريکا د طالبانو سره په کړې توافقنامه عمل کوي، امریکې د توافقنامې لاندې د لمړي پړاؤ پوره کولو په لړ کې خپلې ژمنې سر ته کړي خپل ځواک يې کم کړی، پينځه مرکزونه يې پرېښودي، نېټو ځواکونو خپله شمېره کمه کړې په دې لړ کې ډېر پرمختګ شوی که څه هم د بنديوانو خوشي کولو په لړ کې دا پرمختګ په قلاره شوی دی.

هغه ويلي ډ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بېن الافغاني خبرو دپاره په لاجسټکي توګه پرمختګ شوی دی.

خليلزاد ويلي د تړون لاندې د بل پړاؤ عملي کول به د شرطونو په اساس وي، د بنديوانو په خوشي کولو، تشدد کمولو، د ترهګرۍ ضد مبارزې دپاره چې کومې ژمنې شوې د هغې پوره کېدل، او بېن الافغاني خبرو پېلېدل او په هغې کې په پرمختګ به ټینګار کوي.

افغان چارواکي وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافقنامې ترمخه افغان حکومت هم د طالبانو په پينځه زره بنديوانو کې نزدې 4200 خوشي کړي دي خو دوی په طالبانو تور لګوي چې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

خو بل لور ته طالبان هم دعوه کوي چې دوی بندیوان افغان پوځيان او پوليس هم خوشي کوي لګيا دي.

XS
SM
MD
LG