واشنګټن ــــ په روغتیایي چارو کې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړی مرستیال ډاکټر ظفر مرزا وایي، د کرونا وایرس له کبله ځنډېدلی د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په ضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو پینځه ورځنی کمپېن به د جولای له 20مې پیل شي.
دا کمپېن په داسې وخت کې پیلېږي چې د بلوچستان په کلا عبدالله ضلع کې پرون د شنبې- خالي په ورځ بیا د یوې اوولس میاشتنۍ ماشومې په بدن کې د پولیو وایرس موندل شوي دي. چارواکي وایي دې ماشومې ته د کورنۍ د انکار له کبله یو ځل هم څاڅکي نه وو ورکړل شوي.
ډاکټر ظفر مرزا وایي دغه کمپېن به د هېواد په ځانګړو سیمو کې کېږي، چې وایي د وېکسینېشن ډلې به یې د کرونا وایرس د مخنیوي پر احتیاطي تدابیر کلک عمل کوي.
په پاکستان کې په تېرو څو کلونو کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو پر ورکوونکو روغتیایي ډلو په وار- وار وسلوال بریدونه شوي چې ډېر پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي. حکومت وایي د دې کمپېن په مهال یې کلک امنیتي تدابیر هم نیولي دي.
د بلوچستان د پولیو د مخنیوي د صوبایي څانګې مشر ډاکټر افتاب کاکړ د جون پر ۲۶مه وي او اې ډیوه ته ویلي وو، د کرونا وایرس له کبله په پاکستان کې تر 40 میلینه زیات ماشومان د پولیو ضد کمپاین له څاڅکو محرومه شوي دي.
د ډاکټر ظفر مرزا په وینا ټاکل شوې چې دا کمپېن په اټک، جنوبي وزیرستان، کوټه، فیصل اباد او د کراچۍ ښار په ځینو برخو کې تر سره شي چې وایي په دې کې به اته لکه ماشومانو ته د ګوزڼ له ناروغۍ د ژغورنې څاڅکي ورکول کېږي.
سږ کال تر اوسه به ټول پاکستان کې د پولیو 60 کېسونه رپوټ شوي دي چې په هغوی کې 21 په پښتونخوا، 20 په سیند، 15 په بلوچستان او څلور په پنجاب صوبه کې رپوټ شوې دي.