لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبایلي ضلعو غړي وایي پارلمان تر تګ یو کال وروسته یې هم په سیمو کې پرمختیایي کارونه نه لیدل کېږي


پېښور ـــــ د قبايلي ضلعو نه منتخب د صوبایي اسمبلۍ د مخالفو سياسي ګوندونو غړي ګيله کوي چې د يو کال تېريدو باجود هم په دغو ضلعو کې کوم پرمختګ ونه ليدل شو خو د واکمن ګوند غړي وايي د نور کله په نسبت هلته د پرمختيا زيات کارونه روان دي او په راتلونکو کلونو کې به دغه پروسه نوره هم تېزه شي.

د 2019م کال د جولای په 20مه په قبايلي ضلعو کې په اول ځل د صوبایي اسمبلۍ انتخابات شوي وو. د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې له دغو ضلعو نه شپاړس منتخب غړي او پينځه په مخصوصو چوکیو د اسمبلۍ برخه جوړ شول. په مخصوصو چوکیو څلور ښځې او يو د اقليتونو نماينده ټاکل شوي وو.

په اسمبلۍ کې د يو کال تېرېدو باوجود هم د مخالفو سياسي ګوندونو غړي وایي تر اوسه په سيمه کې د تعليم، صحت، ورانو شوو ودانیو او په نورو ترياقياتي کارونو کې کوم پرمختګ نه دی ليدل شوی.

د مومندو نه د صوبایي اسمبلۍ غړی نثار مومند وايي، دوی تمه لرله چې د صوبایي اسمبلۍ برخه جوړېدو سره به يې د علاقې محرومي ختمه شي خو د فنډونو نه ملاوېدو له وجې يې دغه تمه پوره نه شوه.

نثار مومند وايي له خیبرپښتونخوا سره د پخوانیو قبايلي سيمو د ګډولو ډېرې ګټې دي خو د حکومت د بې پروایۍ له وجې ترې عام ولس محرومه دی:

"زه په دې يو کال کې بالکل نه يم مطمئن او په پاتې درو کالو کې هم د دې حکومت نه تمه نه لرم چې زمونږ د سيمو مسائل حل کړي ".

نثارمومند زياته کړه په قبايلي ضلعو کې تېر کال د 83 اربه روپیو مصرف کولو وعده شوې وه خو وایي‌ په هغو کې یواځې 28 اربه روپۍ لګول شوي دي او نورې يا خو حکومت ورکړې نه دي او يا د نه مصرف کېدو له وجې واپس شوې دي.

د شمالي وزيرستان نه د صوبایي اسمبلۍ غړي مير کلام وزير وي او اې ډيوه ته وويل، د قبايلي ضلعو نمایند ګانو ته په فنډونو کې له کمي سره سره په قانون سازۍ کې هم برخه نه ورکول کيږي:

"موږ په دې اميد راغلي وو چې په قبايلي ضلعو کې کومه قانون سازي کيږي په هغې کې به برخه اخلو، د قبايلي ضلعو په اړه به راسره سلا مشورې کيږي خو د بدقسمتۍ نه دغسې ونه شو ".

د پاکستان تحريک انصاف د قبايلي ضلعو نه منتخب نماندګان د مخالفو سياسي ګوندونو تورونه ردوي، د باجوړ نه د واکمن ګونډ غړي اورنګزيب خان وي او اې ډيوه ته وويل، په تېر يو کال کې يې په سيمه کې د تعليم، صحت، لارو جوړولو او نور يو شمېر د پرمختيایي کارونو منصوبې روانې دي او زر به دغه بدلون خلک وویني:

"بدلون راغلی دی، تبديلي را روانه ده خو دا د اویا کالو پسماندګي ده چې ختمېږي دا به څه نه څه وخت اخلي".

په قبايلي ضلعو کې د صوبایي اسمبلۍ د انتخاباتو په يو کال پوره کېدو باندې د وزير اعظم عمران خان د اطلاعاتو سلاکار سنېټر شبلي فراز په يو ټويټ کې ويلي، د قبايلي سيمو ولس ته د اپيل، دليل او د وکيل حق ميلاوېدل بدلون دی.

د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګښ مطبوعاتو ته په لېږلې خبر پاڼه کې ويلي، راتلونکی کال کې به په قبایلي ضلعو کې په ترقياتي کارونو 49 اربه روپۍ خرچ کيږي چې پکې د زراعت، سېلګرۍ، امنيت، د روزګار د موقعو پېدا کولو تر څنګ يو شمېر منصوبې شاملې دي.

کامران بنګښ ويلي په تېر مالي کال کې په قبایلي ضلعو کې د تيز ترقياتي پروګرام لاندې د 24 اربه روپیو منصوبې مکمل کړی شوې دي چې پکې تر ټولو زياتې پیسې د تعليم، صحت او د زراعت په منصوبو لګول شوې دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG