لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ د ژورنالسټ مطیع الله جان د تښتولو د پېښې د پلټنو امر وکړو


اسلام اباد هايکورټ د ژورنالسټ مطيع الله جان د تښتولو په خواست اورېدنه وکړه، عدالت ته وويل شو ژورنالسټ بيرته راغلی او عدالت بيا لارښونه وکړه د دې پېښې دې پاکې پلټنې وشي چې په اسلام اباد کې څنګه داسې پېښې کېدی شي، دا بندېدل پکار دي.

ژورنالسټ مطيع الله جان چې پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ د اسلام اباد نه تښتول شوی، د دغه پېښې پرضد د هغه کورنۍ د نالومامو کسانو پرضد مقدمه درج کړې او اسلام اباد هایکورټ ته يې خواست هم کړی ؤ.

د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضي (چيف جسټس) اطهر من الله د ژورنالسټ په تښتونه د اسلام اباد پوليس، د کورنیو چارو وزارت او نورو اړونده چارواکو نه ځواب غوښتی ؤ.

ژورنالسټ چې د تښتولو 12 ساعته وروسته تښتوؤنکو پرېښودی او کورنۍ يې کور ته بيرته د راتګ پخلی کړی دی، نن د هغه د کورنۍ په خواست د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس اطهر من الله اورېدنه وکړه.

عدالت ته د ژورنالسټ د مالومېدو يا بيرته راتلو په اړه رپوټ وړاندې شو، او مشر قاضي لارښوونه وکړه چې د دې پېښې دې کره او پاکې پلټنې وشي، دا پېښه دې منقطي انجام ته ورسول شي، چې په اسلام اباد کې څنګه داسې پېښې کېدی شي، د ژورنالسټانو سره دې داسې چلند ودرول شي.

مشر قاضي وويل دا پېښه د مرکزي حکومت او اسلام اباد پوليس دپاره ازمېښت دی، او زياته يې کړه دا بوږنوؤنکې ده او داسې کار کله نه شي زغمل کېدی.

هغه وويل په پلازمينه کې د يو عام تن سره څنګه داسې کېدی شي او زياته يې کړه چا چې هم دا کار کړی د دې لارې نور ويرول غواړي.

نوموړي جج وويل مرکزي حکومت له پکار ده چې د اظهار رایی ازادي يقيني کړي، څنګه څوک کولی شي چې د پوليس په وردۍ کې راشي او يو څوک وتښتوي.

عدالت ته ويل شوي چې د پېښې مقدمه درج شوې خو جسټس اطهرمن الله پوښتنه کړې چې د ژورنالسټانو پرضد د ترهګرۍ مادې لګول کيږي په دې مقدمه کې ولې د ترهګرۍ ماده نه ده لګول شوې.

په عدالتي اورېدنه او د پېښې د پلټنو د امر په اړه د ژورنالسټانو د مرکزي تنظیم (پي اېف يو جی) جنرل سیکرټري ناصر زېدې وايي، په پاکستان کې چې د ژورنالسټانو د تښتولو، وژلو يا د فشار لاندې ساتلو کومه لړۍ د اوږدې مودې راهسې روانه ده، په دې موجوده حکومت کې هغې نور زور اخستی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی نه ګڼي چې د مطيع الله جان د تښتولو د پېښې پاکې پلټنې وشي، ځکه چې د هغه په وېنا د تحریک انصاف په دې حکومت کې اوس په ژورنالسټانو او مطبوعاتي ادارو فشار نور هم سېوا شوی دی او ورځ تر بلې حالات نور پسې خرابيږي.

هغه وويل نه يواځې په مطبوعاتي ادارو کې لاس وهنه کیږي، ژورنالسټان د فشار لاندې ساتل کيږي بلکې روزګارونه ترې وتروړل شو.

په پاکستان کې دننه او په نړیوال کچ د ژورنالسټانو د حقونو او مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کار کوونکي تنظيمونه هم وايي چې په پاکستان کې د تحریک انصاف په حکومت کې د ژورنالسټانو او مطبوعاتو ازادي د سخت فشار لاندې ساتل کيږي.

خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان او نور حکومتي چارواکي بیا دا دعوې نه مني چې ګنې په پاکستان کې ژورنالزم او مطبوعاتي ادارې د بندېزو او فشار لاندې ساتل کيږي او وایي څومره ازادي چې په پاکستان کې صحافت ته ترلاسه ده دومره په مغربي او پرمخ تللو هېوادونو کې هم نشته.

په پاکستان کې د ژورنالسټانو د حقونو او مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کار کوونکی تنظيم فریډم نېټ واک وايي په تېر کال 2019 کې په پاکستان کې د ژورنالسټانو پرضد د تشدد، وژنو او بريدنو 91 پېښې رپوټ شوې وې.

د ياد تنظيم مشر اقبال خټک وايي چې د کال 2002 نه راپه دېخوا په پاکستان کې د 100 نه زيات ژورنالسټان وژل شوي او په دغو وژنو کې تراوسه پورې يو ککړ لاس نه خو نالوم شوی او نه پکې چاته سزا ورکړی شوې ده.

نوموړی وايي په پاکستان کې د ژورنالسټانو د حقونو او د هغوی د خوندي ساتلو دپاره هيڅ قانون نشته او هم دا وجه ده چې په ژورنالسټانو په ډاډه بريدونه کيږي، تښتول کيږي او تر دې چې ووژل شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG