پېښور ـــــ د پېښور هايکورټ چيف جسټس وقار احمد سېټ د بشري حقونو د بې درکه مبارز ادریس خټک د قضې د اورېدنې په مهال د دفاع وزارت ته امر کړی چې د نوموړي د بندي کولو په اړه دې د اګست تر ۱۰مې نېټې پورې خپل ريکارډ له عدالت سره جمع کړي.
د ادريس خټک وکيل لطيف اپريدی وايي، پوځي استخباراتي ادارې دا خبره منلې ده چې د ده موکل یې د پوځي سرکاري رازونو د رسوا کولو د قانون په بنیاد ګرفتار کړی دی.
ياده دې وي په وروستيو کې پېښور هایکورټ هغه درخواست رد کړی وو چې پکې د ادریس خټک د مخې ته راوستلو او عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه شوې وه، عدالت ویلي وو چې د پوځي قانون له مخې نیول شوی تن سېول عدالت نه شي را بللای.
د کېس د سماعت په اړه د ډيوه خبريال عبدالرزاق د ادریس خټک له وکیل لطيف اپريدي اېډوکېټ سره خبرې کړې دي:
-
عبد الرزاق
عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.