لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پنجاب کې پر 100 درسي کتابونو بندیز ولګېد چې د پاکستان او مذهب ضد ګڼل شوي


واشنګټن ــــ د پاکستان د پنجاب صوبې د نصابي کتابونو سرکاري ادارې د اسمبلۍ له خوا د تحفظِ بنیادِ اسلام په نامه د نوې قانوني مسودۍ تر منظورۍ وروسته په صوبه کې د بېلابېلو کتاب خپروونکو ادارو له خوا پر چاپ شوو 100 کتابونو بندیز لګېدلی دی.

د پنجاب د تعلیم او نصابي کتابونو د بورډ مشر رای منظور ناصر د پنجشنبې- زیارت په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې دغه تقریباً سل کتابونه د صوبې په مشهورو شخصي سکولونو کې ور ښوول کېدل چې وایي د پاکستان د "دوه قومي نظریې او غیراخلاقي، غیرقانوني" مواد پکې شامل وو:

"په دغو ځینو کتابونو کې پاکستان د هندوستان په وړاندې ټیټ هېواد ښکاره کړل شوی وو او کشمیر هم په نقشه کې د هندوستان برخه ښوول شوی وو، چې دا د منلو وړ نه ده او دا یوه دسیسه ده چې په پاکستان کې د ماشومانو ذهنونه ګډوډ کړي".

د پنجاب د ټیکسټ بُک بورډ‌ مشر وویل، په ځینو کتابونو کې د هندوستان د کانګرس ګوند د پخواني مشر او سیاسي رهبر مهاتما ګاندهي اقوال هم شامل دي.

ښاغلي منظور ناصر ووویل چې په دې لړ کې یې شاوخوا 10,000 له دغو کتاب خپروونکو ادارو څخه په خپله ولکه کې اخیستي او د دغو کتابونو د کتنې او ارزونې لپاره یې 30 کمېټۍ جوړې کړې دي، خو وایي چې په دې اړه یې نورې پلټنې هم روانې دي.

په دغو کتاب خپروونکو کې- چې پر کتابونو یې بندیز لګول شوی- مشهورې بهرنۍ ادارې اکسفورډ، کېمبریج، لینک انټرنېشنل پاکستان، پېراګون بُکس او 31 نور پبلشران شامل دي چې یا به یې کتابونه له بهره را غوښتل یا به یې په پاکستان کې چاپول.

د پنجاب د سرکاري نصابي کتابونو د بورډ مشر منظور ناصر وایي، په دغو کتابونو کې ځینې داسې هم شته چې وایي د پاکستان د بنیاد ایښودونکي "قاید اعظم محمد علي جناح او د ملي شاعر علامه محمد اقبال د زېږېدو نېټې یې هم غلطې لیکلې دي"، خو د تعلیم ځینو نقادانو ویلي چې پر دغو کتابونو د بندیز پر ځای یې باید خپروونکو ته د دغو تېروتنو د اصلاح ویل شوي وای.

ښاغلی منظور ناصر وایي په ځینو کتابونو کې بیا داسې مواد شامل دی چې "مذهبي سپکاوی" پکې شوی او د ځینو مذهبي مشرانو په خلاف خبرې پکې شاملې دي، چې وایي حکومت به یې ماشومانو ته د داسې کتابونو د ور ښوولو اجازه هیڅکله ور نه کړي:

"موږ به په شپږو میاشتو کې د دغو کتابونو بشپړه پلټنه کوو او اجازه به ور نه کړو چې داسې کتابونه ماشومانو ته [په سکولونو کې] ور وښوول شي چې د اسلام او پاکستان په خلاف وي".

د پنجاب د تعلیمي بورډ د مشر په وینا له دې وروسته هیڅ یو شخصي سکول دغه د اعتراض وړ کتابونه- چې بندیز ورباندې لګېدلی- ماشومانو ته نه شي ور ښوولای، وایي که چا سرغړونه وکړه نو په خلاف به یې قانوني ګامونه اخلي.

په پنجاب کې پر درسي کتابونو دا بندیز په داسې وخت کې لګول شوی چې څو ورځې وړاندې د پنجاب اسمبلۍ د "تحفظِ بنیادِ اسلام" په نامه یوه قانوني مسوده منظوره کړه، چې پکې د اسلام د پیغمبر، مقدسو شخصیتونو او د پاکستان د قومي سلامتۍ په اړه پر اعتراض وړ موادو د بندیز وړاندیز پکې شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG