لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: د اووه کلن ماشوم سره جنسي تېری شوی، وژل شوی، تورن دوه کسان پکې ونيول شو


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې يو اووه کلن ماشوم چې درې ورځې وړاندې ورک شوی، مړی يې پرون ترلاسه شوی، پوليس وايي په هغه جنسي تيری شوی او بيا وژل شوی دی، خو په دې پېښه کې ککړ دوه کسان یې نيولي دي.

د وژل شوي ماشوم پلار درې ورځې وړاندې پوليس ته د زوی د ورکېدو رپوټ کړی ؤ، چې زوی یې د لوبو دپاره د کوره وتلی او بيا بيرته نه دی راغلی.

د لکي مروت پوليس مشر (ډي پي او) عبدالرؤف بابر قېصراني نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې وويل، پوليس د تېرو درېو ورځو راهسې د ماشوم د مالومولو هڅه کوله او پرون بيا دوی د ماشوم مړی ترلاسه کړی دی.

دغه پېښه د لکي مروت ضلعې د دره پيزو په ورغړ علاقه کې شوې ده.

پوليس افسر وويل دوی بيا په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړي او په دغه پېښه کې ککړ دوه مشکوک کسان يې نيولي دي.

قېصراني وويل دغو کسانو د ماشوم د وژنې او د هغه سره د جنسي تيري خبره منلې ده. هغه زياته کړه د دوی پرضد مقدمه درج کړی شوې ده.

په خېبرپښتونخوا کې وخت په وخت د دغه ډول پېښو خبرونه مخې ته راځي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې د شمېرو ترمخه په پاکستان کې په کال 2018م کې په ماشومانو د جنسي تشدد 3832 پېښې مخې ته راغلې وې.

د ادارې ترمخه د تېر کال يعنې د 2019م په لومړو شپږو مياشتو کې د ماشومانو سره د جنسي تېرو د 1300 نه زيات کېسونه مخې ته راغلي وو چې پکې 739 جينکۍ او 575هلکان د جنسي حملو ښکار شوي وو.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي په ملک کې د ماشومانو د حقونو او هغو سره د زور زیاتي زورونو په اړه ځينې قوانين شته خو په هغې پوره پوره عمل نه کیږي.

دوی وايي که چرته په ځانګړي ډول د ماشومانو سره د جنسي تيريو په پېښو کې ککړو ته سختې سزاګانې ورکړی شي نو د دې عمل مخه نیول کېدی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG