لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا له جرمني خپل 12,000 پوځیان باسي


واشنګټن ــــ امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر هغې وینا وروسته له جرمني هېواده خپل دوولس زره 12,000 پوځیان باسي، چې په دې هېواد کې یې د خپلو پوځیانو د کمولو اعلان کړی وو او هلته لګېدونکی دفاعي بجټ یې غفلت بللی وو.

د دې پلان له مخې به امریکا خپل 5,600 پوځیان له جرمني باسي او د بلجیم او ایټلي په ګډون به یې د نېټو ځواکونو په نورو متحدو هېوادنو کې یې ځای پر ځای کوي او پاته 6,400 به خپل هېواد ته را ستنېږي.

د امریکې د دفاع وزیر مارک ایسپر د شورو- چارشنبې په ورځ په دې اړه خبریالانو ته وویل "دغه بدلونونه به هغه بنیادي مقصد تر لاسه کړي:

"هغه مقصدونه د امریکا او نېټو له خوا د روس مخنیوی، د نېټو ځواکونو غښتلي کېدل، متحدینو ته یې بیا باور ورکول او د امریکا د پالیسۍ په نرمښت کې پرمختګ راوستل دي".

که څه هم له جرمني د دغو امریکایي پوځیانو د ایستلو ټاکلې نېټه نه ده ښوول شوې او نه یې په اړه تفصیل ورکړل شوی دی خو مارک ایسپر او د پینټاګان نور چارواکي وایي‌ په راتلونکو څو اوونیو کې به دا عمل پیل شي.

مارک ایسپر وایي "دا هغه څه دي چې موږ یې غواړو، موږ په دې اړه ښه احساس کوو، موږ د نېټو ځواکونو لپاره د دې ارزښت او د روس د مخینوي په خاطر غواړو ژر خپل پوځیان را وباسو".

امریکا دا مهال په جرمني کې 36,000 پوځیان لري چې په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای دي. د دې تر څنګ یې 2,600 د نېشنل ګارډ او ریزرو ځواکونو عسکر دي او تقریباً 12,000 یې عام خلک دي چې د دفاع وزارت لپاره کار کوي.

ولسمشر ټرمپ‌ په جون میاشت کې اعلان کړی وو چې په جرمني کې به د خپلو پوځیانو شمېر 25 زره ته را کم کړي.

جرمني دا مهال په یورپ او همدارنګه په افریقا او منځني ختیځ‌ کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو مرکز دی.

XS
SM
MD
LG