لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي: د لوګر په چاودنه کې اته تنه مړه او ۳۰ ژوبل شوي دي


واشنګټن – د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو خپور کړي بیان کې ویلي دي، چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د یو موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه اته ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.‌

سرچینې وايي، دغه چادنه په ازادي څلور لاري (چوک) کې شوې ده.

تر اوسه پورې هېڅ کومې وسلوالې ډلې د پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې او طالبانو هم په دې پېښه کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.‌

د اختر په شپه یاده چاودنه په داسې حال کې شوې چې د نهې یا سې شنبې په ورځ طالبانو په اختر کې د درې ورځني اوربند اعلان کړی وو او تمه وه چې په راتلونکو څو اونیو کې بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي.‌

طالبانو له خپلو وسلوالو څخه غوښتي وو چې پر افغان امنیتي ځواکونو دې بریدونه نه کوي او د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته دې نه ورځي.‌

دا د ۲۰۱۹ کال د جون راهیسې په افغانستان کې دریم اوربند دی چې د اختر په دریو ورځو کې اعلانېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG