لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې مو 15 عام وګړي وژل شوي 80 ټپیان دي


واشنګټن ــــ د چمن او سپین بولدک تر منځ پر وېش پوله د احتجاج کوونکو او ملېشه ځواکونو تر منځ له پرونۍ پېښې وروسته د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه شوې چې د شپې تر ناوخته روانه وه او د افغان چارواکو په وینا د دوی غاړې ته یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اړولې ده.

د کندهار د ګورنر دفتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې پاکستاني ځواکونو پرون د سپین بولدک پر ځینو کلیو بریدونه کړي چې وایي بیا افغان سرحدي پولیسو هم دفاعي ډزې ورباندې کړې دي چې وایي دا نښته د شپې تر یوولسو بجو روانه وه.

په خبرپاڼه کې دعوه شوې چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو په سپین بولدک کې د یوه ماشوم په ګډون 15 تنه وژل شوي او 80 تنه ټپیان شوي دي چې وایي ټپیان یې د درملنې لپاره د کندهار میروس روغتون ته وړي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت بیا په دې پېښه کې د نهو تنو د وژل کېدو او ۵۰ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان ملېشه ځواک او پوځ دغو دعوو ته تر اوسه څه غبرګون نه دی څرګند کړی خو د بهرنیو چارو مرکزي وزیر شاه محمد قرېشي نن ویلي، په کابل کې یې خپل سفیر ته ویلي په دې اړه دې له افغان چارواکو سره خبرې وکړي چې دا مسئله حل کړي.

په خبرپاڼه کې د کندهار د ګورنر حیات الله حیات له خولې ویل شوي "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د بالمثل جواب لپاره چمتو دي او ټول نظامي قوتونه په لومړی درجه احضاراتو کي قرار لري، تر څو د دښمن د هر ډول تهدید او حملې په وړاندي بالمثل اقدام وکړي".

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم پر دې پېښه نظر څرګند کړی او پاکستاني ځواکونو ته د افغان ځواکونو دفاعي غبرګون او د ولس له خوا د هغوی ملاتړ یې ستایلی دی. ملي امنیت شورا په یوه ټویټ کې ویلي:

"په کندهار کې د تېري شپې پېښه ډېره خواشینوونکې ده. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دا قضیه له اړوندو چینلونو په هر اړخیزه توګه تعقیبوي او لازم اقدامات کوي".

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو پرون په کوټه کې یوې بیړنۍ خبري غونډې ته ویلي وو "زموږ شهریان زموږ وروڼه دي له هغوی سره هیڅ سختي نه کوو او هر ډول مرسته ورسره کوو خو هیڅ غیرملکي طاقت ته اجازه نه ورکوو چې زموږ پر پوله، زموږ پر خپلواکۍ او زموږ پر ځواکونو برید وکړي، که څوک داسې کوي زموږ ځواکونه به کلک جواب ورکوي".

د افغانستان د دفاع وزارت دعوه کړې چې پاکستاني ځواکونو سپین بولدک ته توغندي ور ویشتلي. د افغانستان د پوځ مشر جنرل یاسین ضیا خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د پاکستاني ځواکونو هر ډول برید ته تیار اوسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې په سپین بولدک کې د عامو خلکو وژنه غندلې او پر پاکستان یې ږغ کړی چې سفارتي اصولو او د دواړو هېوادونو تر منځ تړون ته دې احترام ولري او په راتلونکي وخت کې دې له پوځي او سفارتي‌ لارې د داسې پېښو مخه ونیسي.

د بلوچستان د کورنیو چارو د وزیر ضیا لانګو په وینا "وېش پولې" ته څېرمه په چمن کې پېښه د پنجشنبې- زیارت په ورځ هغه وخت وشوه چې د پاکستان غاړې ته سلګونه بند پاته خلکو او هلته له یوې میاشتې راهیسې پر احتجاج ناستو پرلتوالو هلته قرنطینه مرکز او د نادرا دفتر ته اور ورکړ او د پولې پر دروازه یې هجوم ورووړ او بیا ملېشه ځواکونو ورباندې ډزې پیل کړې.

د پاکستان غاړې ته هم د ملېشه ځواکونو په پرونۍ پېښه کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه وژل شوي او تر شلو زیات ټپیان شوي وو،‌ چې د ځینو ټپیانو حالت پکې مرګونی وو او هغوی د درملنې لپاره کوټې ښار ته وړل شوي‌ وو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG