لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني: د 400 طالب بندیانو د خلاصون صلاحیت زه نه لرم، پرېکړه به یې قانون او لویه جرګه کوي


کابل ــــ افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د سولې مشورتي جرګې په پرانیستونکې وینا کې وویل، جرګې ته کوم فرمایش نه لري او خپله دې د طالب بندیانو د خوشي کولو او د سولې په اړه پرېکړه وکړي.

طالبانو ویلي که يې پاتې 400 بندیان خوشي شي په درو ورځو کې به مخامخ مذاکراتو ته تیار شي. ولسمشر غني وویل د سولې او پاتې طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه د لويې مشورتي جرګې رابلل اساسي قانون او آیین ته زموږ ژمن پاتې کېدل په ډاګه کوي، وایي د پاته طالب بندیانو واک دی نه لري:

"موږ پینځه زره او سل طالب بندیان د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي افغانانو په بدل کې تبادله یا مو خوشي کړل، نو په دا څلور سوه زندانیانو کې مشکل څه دی؟ موږ په هغه تړون کې- چې د امریکا او طالبانو تر منځ شوی- طرف نه وو، په هغه کې ویل شوي امریکا به کوښښ وکړي تر پینځه زره پورې طالب بندیانو خوشي کېدو ته زمینه برابره کړي".

ولسمشر غني له امریکا سره د افغانستان اړیکې بنیادي وبللې او د لویې جرګې په اړه یې د ملاتړ هرکلی وکړ. ښاغلي غني په خپلو خبرو کې زیاته کړه:

"نن ددې لپاره ټول شوي یو چې د مذاکراتو او نهايي سولې په قیمت بحث وکړو، چې زموږ ملي مصلحت څه دی؟ ما تاسو سره ژمنه کړي وه، چې د هر تفاهم لار به د ملت په خوښه وهم او مخکې به ځم. نن د افتخار ځای دی او زیات خوشاله یم چې پر خپلې ژمنې مې عمل وکړ".

په همدې حال کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر او د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم تمه وښوده چې د جرګې نتیجې به د سولې او وطن په خیر وي. ډاکټر عبدالله زیاته کړه:

"ځیني شاید فکر وکړي چې د جګړې له لارې به بریالي شي، دا اشتباه ده، حد اقل د افغانستان څلوېښت کلن جنګ تاریخ دا په ثبوت رسولې ده، جنګ د یو طرف د ماتې په معنا نه ده او اوس فکر کوم په دې برخه کې د افغانستان خلک یو واحد غږ لري".

عبدالله وویل افغانستان په یو ډېر تاریخي پړاو کې دی او د جرګې مشورې او پرېکړې د افغانستان د خلکو لپاره ډيرې مهمې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، مشورتي لویه جرګه یو تاریخي فرصت دی چې د سولې د مخامخ خبرو په وړاندې به وروستی خنډ لرې کړي. زلمي خلیلزاد نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې له جرګې نه یوه مثبته نتیجه ترلاسه کول د تاوتریخوالي د کمښت او د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیل په معنا ده.

خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې د جرګې ګډونوال پخپلو بحثونو کې بریالي شي او له ګډونوالو یې غوښتنه کړې چې د هغو کسانو په وړاندې ودرېږي چې اوسنی حالت غواړي او سولې ته د رسېدو لاره پیچلې کوي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي پونتیکروو هم ویلي، لویه جرګه ښه فرصت دی چې د سولې د بهیر په ګډون د بندیانو پر خلاصون بحث وشي او بین الافغاني خبرې پیل شي، خو طالبانو د جرګې مخالفت کړی او وایي کېدای شي له دې لویې جرګې د افغانستان د خلکو د هیلو او ارمانونو پر ضد کار واخیستل شي.

په دې جرګه کې څه باندې درې زره غړي د افغانستان له ټولو ولایتونو راغونډ شوي او په پام کې ده، چې د هغه 400 طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحث وکړي چې حکومت ‌يې په سنګینو جرمونو کې د ککړتیا له کبله د نه‌ خوشې کولو، خو طالبان ‌يې پر خوشې کولو ټينګار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG