لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې مشورتي جرګې حکومت ته د 400 طالب بندیانو د خوشي کولو مشوره ورکړه


کابل ــــ د افغانستان په پایتخت کابل کې د مشورتي لویې جرګې پر دویمه ورځ د 50 کمېټو مشرانو د جرګې مشر ته په راپورونو کې مشوره ورکړه، چې 400 طالب بندیان دې په ملي او نړیواله کچه د ضمانت په اخیستلو خوشي کړل شي.

د مشورتي لویې جرګې د مشرانو عمومي غونډې او د جرګې مشر له رپوټونو وړاندې کولو وروسته، د ملي مصالحې عالي شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د کمېټو مشرانو له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره ځینې سپارښتنې وکړې او په ملي او نړیوال ضمانت د 400 طالب بندیانو د خوشي کولو مشوره یې ورکړي ده.

په اعلامیه کې راغلي د 50 کمېټو مشرانو په هیواد کې د تلپاتې سولې لپاره د سولې د مذاکراتو د نه ځنډولو په خاطر حکومت ته مشورې ورکړې دي.

دوی ویلي دي د طالب بندیانو له خوشي کولو وروسته باید ژر اوربند اعلان شي او د سولې خبرې ژر تر ژره پیل شي.

د کمېټو مشرانو له نړیوالې ټولنې هېواد ته د تلپاتې سولې د راتلو د ضمانت غوښتنه هم کړې ده. دوی ویلي، د طالب بندیانو خوشي کول د هغوی د جرمونو د بخښلو په معنا نه ده او نه هم هېڅوک یا کوم بنسټ دا حق ولري.

خو د مشورتي جرګې ویاند عنایت الله ساپی وایي چې تر اوسه نهایي پریکړه نه ده شوې، دا د کمېټیو تر منځ د مشورو او پرېکړو یوه برخه ده ولې د جرګې له خوا تر اوسه په رسمي ډول لا ابلاغ شوې نه ده. ده وویل د تېرې ورځې په دوام نن هم د پاتې کمېټیو له خوا خپل کارونه بشپړ کړل شول:

"دوی په دوو پوښتنو کار کاوه چې هغه له طالبانو سره د 400 بندیانو د خلاصون موضوع وه چې حکومت ته په دې برخه کې څه مشوره ورکوي او له دې وروسته حکومت ته د نقشې لار باید په ګوته کړي چې څه قسم دغه بین الافغاني مذاکرات مخکې لاړ شي چې تر ډیره پورې یې نظریات داسې وو چې د طالبانو بندیان باید خوشي شي خو په دې شرط چې دایمي اوربند ته لار هواره شي".

د نوموړي په خبره د جرګې د کمېټیو غوښتنه دا وه چې افغان حکومت ته دې نړیوال او داخلي ضمانتونه ورکړل شي. ښاغلی ساپی وایي"یو شمېر نورې مشورې هم حکومت ته ورکول کېدې چې دغه مذاکرات باید شفاف وي او هره ګړۍ د دغې پروسې د خبرو جزیات له ولس سره شریک شي".

نن به د ورځې تر پایه پورې د کمېټو پرېکړې او مشورې راټولیږي او د یو سند په توګو به سبا ولسمشر ته وړاندې کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG