لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يواېس اېډ په اسيا کې د صحت ساتنه پياوړي کوي


د امریکا مرستندويه اداره (يو اېس اېډ) وايي، اسيا چې د کرونا وبا پرضد مبارزه کوي، يو اېس اېډ به په سيمه کې د صحت بنيادي اسانتياوې او ورسره نورې مرستې ورکول دومداره وساتي او په سيمه کې به د کرونا وبا د قابو کولو په لړ کې هم مرستې کوي.

د اسيا دپاره د يو اېس اېډ د انتظام مرستيالې ګلوريا سټیلې ويلي، امريکا د تېرې نيمې صدۍ نه د صحت په نړیواله برخه کې تر ټولو غټه حصه اچوي، او په 21م صدۍ کې چې د صحت په برخه کې کوم بنياد اېښودی شوی 140 اربه ډالره برخه پکې امریکې اچولې ده.

د نن ورځې په نړۍ کې د يو بل سره د تګ راتګ له امله په نړيواله کچه صحت ته خطره سېوا شوې ده. او لکه د کرونا وبا په څېر د يوې کليوالې علاقې نه غټو ښارونو ته په 36 ساعتونو کې دا خورېدی شي. او د صحت بېړني حالات په ځای کول په ځايي، سيمه ييز او نړيوال اقتصاد اغېزمنوي. دې مارکيټونه ګډوډ کړي، سياسي جوړښت يې بې ثباته کړی، کاروباري هلې ځلې يې د ګواښونو او د کار کوونکو صحت يې د خطر سره مخ کړی دی. ځکه امریکا د نړيوال صحت د ساتنې په برخه کې پېسې اچوي.

سټیلي ويلي، "د کله نه چې د کرونا وبا راغلې يو اېس اېډ او د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په نړيواله کچه د يو ارب ډالرو نه زياتو پېسو ته ژمن دی چې وکاروي. او يواځې د اسيا 30 ملکونو ته يې 182 ملینه ډالره ورکړي دي". او د دې مرستو سره دغه هېوادونه د اوږدې مودې دپاره د کرونا پرضد مبارزې ته جوګه شوي دي.

سټیلې ويلي، "مونږ په عامه توګه د وبايي ناروغو د مخنيوي او علاج دپاره پېسې ورکړي، د ماشومانو د صحت او ذهني ناروغو دپاره پېسې ورکوؤ او په نړیواله کچه د صحت ساتنه کوو. د کرونا وايرس د کلونو پورې مرستو ته اړتيا لري او امريکا د وبايي ناروغو پرضد مبارزې دپاره مرستې ورکوي".

انتظامي مرستيالې ويلي، "د مثال په توګه، مونږ په څو اوونيو کې په انډونيشيا کې 70زره کسان تربیه کړه چې خلکو ته د صحت په برخه کې مشورې ورکړي او په روغتونونو کې د خلکو ضرورتونه پوره کړي".

"دغه شان ګامونه په هند کې هم اخستل شوي مونږ د مور او بچي د صحت دپاره کار کوونکي پلېټ فارم څخه د کرونا وبا په لړ کې ميندې پوهه کړي دي چې څنګه خپل بچي د دې وبا نه بچ وساتي".

هغې زیاته کړې، "مونږ د صحت او تعلیم په برخه کې ډېرې پېسې خرڅ کړي. او دا به ګڼ شمېر خلک د ودې د عمل جوګه کړي. او کله چې د صحت نظام خوندي نه وي، هغه هر څه اغېزمنوي، نه يواځې انساني ژوند چې فعاليت وکړي بلکې د اقتصاد د ودې عمل هم. او دا په سيمه (اسيا) کې زمونږ تګلاره ده".

XS
SM
MD
LG