لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د پوليو ضد کمپاين پېل شوی


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې نن د ګل/ دوشنبې د ورځې نه د پولیو ضد کمپاین پېل شوی چې تر شپږو ورځو به روان وي.

په صوبه کې د پولیو ضد پروګرام د چارواکو په وېنا دا شپږ ورځنی کمپاين به د صوبې په ټولو 33 ضلعو کې په 25 ضلعو کې ترسره کولی شي.

د صوبې نه د ډیوه خبريال نعمت الله سرحدي وايي د پوليو ضد پروګرام د صوبې مشر راشد رزاق ورته ويلي، په دې کمپاين کې به د 20 لکه 98 زرو پورې د پينځه کالو نه د کم عمر ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

په 23 ضلعو کې په 25 ضلعو کې د کمپاين کولو په اړه نوموړي ويلي په صوبه کې په کوټه، ژوب، نصيراباد او خضدار ډويژنو کې کمپاين کولی شي ځکه چې په دغو سيمو کې د پوليو وايرس شتون لري او په مکران ډويژن کې د پوليو وايرس نشته.

رزاق زياته کړې د صحت د نړیوالو ادارو لخوا ورته ويل شوي چې په کوټه، پشين او قلعه عبدالله ضلعو کې ورته او هم په سخا يا ګندا اوبو کې د پوليو وايرس ترلاسه شوي دي.

بلوچستان صوبه چې د افغانستان سره پوله لري د چمن په پوله به تلونکو راتلونکو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېده.

خو نعمت الله سرحدي وايي د صحت د نړيوالې ادارې ډاکټر شمس کاکړ ورته ویلي، دوی په پوله پلان درلود چې د اګست د لومړۍ نېټې نه د پولیو ضد څاڅکو ورکولو عمل بيا پېل کړي.

خو نوموړی وايي په وروستيو کې په چمن کې په وروستيو کې د رامنځته کېدونکو پېښو وروسته دوی دغه پلان وځنډولو او اوس چې ورته د پاکستان د حکومت نه اجازه ترلاسه شي دوی به په پوله د پولیو ضد څاڅکو ورکولو عمل بيا پېل کړي.

د افغانستان سره د چمن پوله د مارچ په مياشت کې د کرونا وبا له امله تړل شوې وه خو په وروستيو کې په اوونۍ کې د يوې ورځې دپاره د خلکو د تګ راتګ دپاره پرانستل کیږي.

بلوچستان صوبه کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو 16 پېښې مخې ته راغلي او تېر کال په صوبه کې یواځې 12 پېښې رپوټ شوې وې.

د چارواکو په وېنا نن د ګل د ورځې نه په پاکستاني کشمير کې هم د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پېل کړی شوی دی.

په خېبرپښتونخوا کې په 13م اګست په 21 ضلعو کې د پوليو ضد اووه ورځنی کمپاين پېل شوی، او په پنجاب او سيند صوبو کې د 15م اګست نه اووه ورځنی کمپاين پېل شوی ؤ.

په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو ټولې 65 پېښې مخې ته راغلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG