لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له کورونا څخه ښه شوي کسان ښايي تر یو کال پورې بیا په کورونا اخته نشي


واشنګټن – په امریکا کې روغتیا پوهانو ویلي، هغه کسان چې کورونا واخلي او بیا ښه شي نو تر یو کاله پورې بیا په دې وایرس نه ناورغه کېږي.

په امریکا کې د خوړو او درملو د ادارې پخواني چارواکي ډاکټر سکاټ ګاټلېب سي بي اس ته د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي دي، چې ښايي له کورونا څخه انسان تر یو وخته پورې معافیت یا امونیېټې ترلاسه کړي چې دا له شپږو څخه تر ۱۲ میاشتو پورې دوام کولای شي خو دا په هر چا کې توپیر لري په ځینو کې به کمه او په ځینو کې به زیاته وي.

دی زیاتوي، دا ښه خبره ده چې یو څوک یو ځل له کورونا څخه ښه شي نو بیا ډېر ژر بېرته په کورونا نه اخته کېږي خو ګاټلېب یو څه ته د خلکو پام اړوي چې دې کورونا ته ناول کورونا یا نوې کورونا د یو دلیل له مخې ویل کېږي او هغه دا دی چې لا تر اوسه هم پرې ډاکټران زیات نه پوهېږي.‌

په امریکا کې په کورونا باندې تر ۱۷۳۰۰۰ زیات کسان مړه شوي‌ دي چې دا به ټوله نړۍ کې تر بل هر هېواد څخه لوړ شمېر دی.

په واشنګټن کې روغتیا پوهان اټکل کوي چې په امرکیا کې به له کورونا څخه د مړو دغه شمېر د سپټمبر تر لومړۍ پورې له ۱۸۶۰۰۰ او د ډیسمبر تر لومړۍ پورې به له ۳۹۰۰۰۰ څخه زیات شي.‌

په هند، نیوزېلنډ او جنوبي کوریا کې د کورونا ورستی حال:

هندوستان د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر له ۵۰۰۰۰ څخه اوختی دی.

دغه اعلان وروسته له هاغې وشو چې په هند کې په یوه ورځ کې د کورونا مړي له ۹۰۰ څخه زیات شول.

هندوستان د کورونا د زیاتو مړینو له پلوه په نړۍ کې له امریکا، برازیل او مکسیکو څخه وروسته څلورم هېواد دی.‌

اخوا نیوزېلېنډ چې تر سلو زیاتې ورځې یې له کورونا پرته ولمانځلې او د کورونا یوه پېښه هم په سیمیزه توګه پکې نه وه رپوټ شوې د کورونا د نویو پېښو له امله یې د ټاکنو نېټه یوه میاشت وځنډوله.

لومړۍ وزیرې جسینډا اردرن وویل، چې اوس ټاکنې به د اکټوبر په ۱۷ نېټه ترسره شي او یو ځل بیا به و نه ځڼدول شي.

د نیوزېلنډ روغتیايي چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورونا د نهو نویو پېښو راپور ورکړی چې له دې سره په دغه هېواد کې د کورونا د فعالو پېښو شمېر ۷۸ ته ورسېده او اکلېنډ کې د یوې بلې اونۍ لپاره هم لاک ډاون غځېدلی دی.

په جنوبي کوریا کې چې د کورونا د پېښو په کنټرول کې بریالۍ شوې هم وه اوس یې روغتیايي چارواکي په سوېل او شاخوا سیمو کې د کرونا د بیا خپرېدو هڅې کوي.‌

په جنوبي کوریا کې د څو میاشتو راهیسې د کورونا پېښې په سختۍ سره پنځوسو ته رسېدلې خو روغتیايي چارواکو یې د ګل یا دوشنبې په ورځ د ۱۹۷ نویو پېښو اعلان وکړ.

په دغه هېواد کې د اتوار یا یکشنبې په ورځ هم نېږدې ۳۰۰ پېښې رپوټ شوې وې.‌

جاپان چې د نړۍ دریم ستر اقتصادي هېواد دې د کورونا له امله په لګېدلو بندیزونو کې یې سخت اقتصادي تاوان کړی.‌

حکومت یې د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ددغه هېواد اقتصاد د اپرېل او جون ترمنځ ۲۷.۸ فیصده خراب شوی.

دا کموالی د ۱۹۸۰ کال راهیسې چې د اقتصادي معلوماتو ثبتول پیل شوي دي‌ تر ټولو زیات کم دی.

Recommended

XS
SM
MD
LG