لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په پنجاب کې ګڼو بارانونو 17 تنه مړه کړي او ګڼ شمېر یې ټپیان کړي


واشنګټن ــــ د پاکستان په تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې د ګڼو بارانونو په نتیجه کې د کورونو د نړېدو او په نورو پېښو کې 17 تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي د پنجشنبې- زیارت په ورځ د صوبې د مرکز لاهور په ګډون په اکثرو ښارونو کې ګڼ بارانونه شوي چې اوبه یې کورونو ته ننوتې او ګڼ شمېر کورونو، سړکونو او پلونو ته یې زیان اړولی دی.

د ژغورنې د یوې ډلې د ویاند په وینا د لاهور د هربنسپوره سیمې په ابراهیم کالونۍ کې د یو زاړه کور د چت د لوېدو په پېښه کې څلور تنه مړه شوي او پینځه نور ټپیان شوي دي.

د ژغورنې ډلې کسان تر پېښې سمدستي وروسته هلته ورغلي چې د دوو کسانو مړي او اووه زخمیان یې له خاورو خځلو را ایستلي او روغتون ته یې رسولي دي، په روغتون کې دوو نورو زخمیانو هم ساه ورکړې خو وایي د پاته ټپیانو حالت له خطرې وتلی دی.

پر ټولنیزو رسنیو د صوبې د مرکزي ښار لاهور او نورو ښارونو په ویډیوګانو او عکسونو کې لیدل کېږي چې د باران اوبو د سېلابونو شکل اخیستی او په یوه ویډیو کې څو ځوانان په کیښتۍ کې ناست پر سړک په ګڼو اوبو کې روان دي.

بل لور ته د پنجاب په شېخوپوره سیمه کې هم پر مریدکې سړک د یوه کور چت را لوېدلی چې په هغه کې هم دوه تنه یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي او اووه ټپیان شوي دي.

بله پېښه د پنجاب د منډي بهاولدین په پهالیه سیمه کې شوې او هلته هم د یو کور چت لوېدلی چې یوه ښځه او او د څلور ماشومان پکې مړه شوي دي.

په فیصل اباد او ظفروال سیمو کې بیا د بجلۍ د کرنټ له کبله دوه تنه مړه شوي دي دي. د فیصل اباد په جړانواله سیمه کې هم د کور د چت نړېدو په پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

د چکوال په بهال کلي کې بیا د کولې یا د سکرو په کان کې د مځکې یوه برخه را ښویېدلې چې له کبله یې درې کارګر مړه شوي او پینځه ټپیان شوي دي.

د پنجاب حکومت تر اوسه د بارانونو په نتیجه کې د خلکو د مالي زیان په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د خلکو د ژغورنې او له هغوی سره د مرستې لپاره څه دریځ مخې ته راغلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG