لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې په وروستیو بارانونو کې ۹۰ کسان مړه شوي


د کراچۍ د ښار یوه څنډه
د کراچۍ د ښار یوه څنډه

واشنګټن – پاکستاني چارواکو د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، د وروستیو درې ورځو بارانونو له امله په پاکستان کې لږ تر لږه ۹۰ کسان مړه شوي، زر کورونه ویجاړ شوي او په بندري ښار کراچۍ کې یې د خلکو ژوند له کړاو سره مخ کړی دی.

په کراچۍ ښار کې کوڅو او سړکونو ته د نالیو خوسا اوبه راوتلې دي ځکه له دغه ښار څخه دخوسا نالیو سیستمونه زاړه شوي دي.‌

د رویټرز خبري ادارې په راپور کې راغلي دي، چې په ورښتونو کې د مړو شویو کسانو له ډلې څخه ۳۱ تنه یې په سېند او ۲۳ تنه یې په خیبر پښتونخوا کې ایالت کې دي.

راپور زیاتوي، ۱۵ مړي په بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې دي او ۱۳ نور د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په ګډون د پاکستان په شمالي برخو کې دي.‌

اټکل کېږي چې په کراچۍ کې به د بارانونو لړۍ په دې اونۍ کې همداسې روانه وي او لومړي وزیر عمران خان ددې میاشتې په سر کې سرتېري استولي وو چې له خلکو سره د باران اوبو ویستلو په برخه کې مرسته وکړي.

په پاکستان کې هر کال په موسمي بارانونو کې زیاتره ښارونه له سختو ستونزو سره مخ کېږي چې له امله یې په ناسمو پلانونو باندې نیوکې کېږي.

په پاکستان کې موسمي بارانونه له جولای څخه تر سپټمبر میاشتې پورې دوام لري.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG