واشنګټن ـــ د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ نن د جمعې په ورځ له څو ملګرو سره په جهاز کې کوټې ته تللی خو له هوایي میدانه ښار ته بهر نه دی پرېښودل شوی او د عبدالله ننګیال په وینا "پولیسو، ضلعي انتظامیې او د ریاست کسانو" له یو بل ملګري سره یو ځای له ځان سره بېولی دی.
یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډیوه ته وویل، محسن داوړ یې د کوټې په هنه وړک سیمه کې د بلوچستان د وزیراعلی دویم کور “سي ایم اېنیکس“ ته بېولی او هغه به سبا بیرته اسلام اباد ته لېږل کېږي.
چارواکي د حکومت له لوري پر محسن داوړ او علي وزیر د بندیز حکمنامه هم تایید کړه او ویې ویل، “د حکومتي بندیز او امنیتي خطر له کبله مو محسن داوړ ته اجازه ور نه کړه چې کوټې ته داخل شي او خپل سیاسي فعالیتونه وکړي“.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر ټویټر پر محسن داوړ بلوچستان ته بندیز غندلی او ویلي یې دي چې هغه د کوټې د ډپټي کمیشنر دفتر ته وړل شوی دی. نوموړي ویلي "که بلوچستان حکومت د پوځ د مخ پوښ نه وي دا بندیزونه دې سمدستي ختم کړي". منظور پښتین ویلي که هغه تر سبا خوشي نه شو سخته تګلاره به اعلان کړي:
"د پاکستان د تر ټولو لویې ادارې قومي اسمبلۍ یو پښتون غړی هم په دې ملک کې د ګرځېدو اجازت نه لري".
له محسن داوړ سره تللی د هغه بل ملګري ندیم عسکر پر ټویټر لیکلي چې دوی د ځینو ملګرو د فاتحې لپاره کوټې ته تللي وو، خو وایي پولیسو محسن داوړ له هوایي ډګره نیولی دی:
"ریاست تر اوسه د اسمبلۍ غړي د فاتحې لپاره له خلکو سره له لیدو را ګرځوي. موږ به د خپل اییني حق لپاره مبارزه کوو".
په هوایي ډګر کې موجود د کوټې یوه چارواکي یوه ګنټه مخکې د نوم نه ښوولو په شرط د وي او اې ډیوه خبریال ته ویلي، حکومت د محسن داوړ پر ورتګ بندیز لګولی دی ځکه دوی ته اجازه نه شته چې هغه ته ښار ته د تګ اجازه ورکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ عبدالله ننګیال هم له محسن داوړ سره کوټې ته تللی او د وي او اې ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شېراني ته یې د کوټې پریس کلب تر مخ وویل، چې د محسن داوړ د نیول کېدو په ضد بیړنی خبري کانفرنس کوي:
"پر محسن داوړ بندیز ځکه نه وو چې څو ورځې مخکې د حاصل بزنجو فاتحې ته هم راغلی وو، خو نن چې د حیات بلوچ، د برمش ماشومې د مور یا د چمن شهیدانو فاتحې ته راغلی وو نو پر هوایي ډګر یې ودراوه او د امنیتي ادارو کسان راغلو محسن او کفایت ازاد یې له ځانه سره یووړل".
محسن داوړ د بلوچستان حکومت له خوا پر ده او علي وزیر د لګېدلي بندیز سرکاري خبرتیا پر ټویټر پوسټ کړې او ویلي یې دي په الوتکه کې کوټې ته رسېدلی خو امنیتي ادارې یې له هوایي میدانه بهر نه پرېږدي:
"ماته وویل شول چې بلوچستان ته زما پر داخلېدو بیا 90 ورځې بندیز لګېدلی دی، ریاست فکر کوي په داسې کوچنیو کړنو به زموږ هوډ مات کړي خو نه یې شي ماتولای".
محسن داوړ چې د بلوچستان حکومت له خوا خپره شوې کومه خبرتیا پر ټویټر ورکړې هغه د جولای د میاشتې پر 29مه نېټه جاري شوې ده. دغه خبرتیا وي او اې ډیوه د حکومت له خوا تر اوسه نه ده تایید کړې خو په دې خبرتیا کې بلوچستان ته د محسن داوړ او علي وزیر پر ورتګ د درو میاشتو لپاره بندیز لګول شوی دی.
د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني د جمعې په ماښام وي او اې ډیوه ته وویل، پر محسن داوړ د حکومتي بندیز په اړه سمدستي معلومات نه لري او په دې اړه به وروسته معلومات خپاره کړي.
په سرکاري خبرتیا کې د بلوچستان د کورنیو چارو ادارې له خوا ویل شوي چې پر محسن داوړ او علي وزیر د عامه نظم د ساتنې د قانون له مخې بندیز لګول شوی چې د صوبې هیڅ یوې ضلعې ته نه شي داخلېدای.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین او د قومي اسمبلۍ پر غړو علي وزیر او محسن داوړ د بلوچستان حکومت له خوا صوبې ته پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.