لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرايل: د متحده عرب اماراتو لوظنامه د عرب هېوادونو سره د امنيت د اړيکو په بنياد ده


واشنګټن ــــ د اسراییلو یو لوړ پوړي چارواکي د چهارشنبې یا شورو په ورځ هیله څرګنده کړه چې د متحده عربي اماراتو سره د اسرایل اړیکې اوس د سولې په موافقه کې خوندي شوي. دغه چارواکي‌ ویلي هیله من دی چې نور هېوادونه به هم د متحده عرب اماراتو په څېر له اسرایلو سره سفارتي اړیکې جوړې کړي.

په امریکا کې د اسرایلو سفارت په روانه اونۍ کې په خپل ټویټر لیکلي: " ځینې نېټې تل په یاد پاته کیږي."

اسرایلو له هغو درې ګاونډیو هیوادونو سره د سولې درې معاملې په ګوته کړي او تصویرونه یې هم پورته کړي چې د خپلو عرب متحدینو سره یې کړې دي. لکه د مصر سره په کال ۱۹۷۹، د اردن سره په ۱۹۹۴ او د متحده عربي اماراتو سره یې اوس په ۲۰۲۰ کال کې تړونونه کړي دي.

د يروشلم نه د انټرنټ د لارې يو خبري کانفرنس ته د اسرايل د خارجه چارو وزارت د رابطې څانګې مشر ايلياو بېنجمن وويل د هغه هېواد هره د امن لوظنامه ‌‌‌‌‌‌ډېره سنجیده ګڼي او د عرب امارات سره د تړون په اړه ښاغلي بېنجمن وايي دا لوظنامه پراخه ده او د دواړو هېوادونو لخوا د جوړ کړل شوو هغو اوو کاري ډلو لا ورکېنګ ګروپس يادونه يې وکړه چې د اړيکو په اړه لارې چارې ولټوي.

بېنجمن وايي که هر څو هم د مصر او اوردن سره د تجارت سرمايه کارۍ او د پلاو راکړه ورکړه نشته خو دا په يو څه نه څه بڼه د مخکې نه د يو اې اي سره روانې دي. د شورو يا چهار شنبې په ورځ بېنجمین وويل:

"مونږ ټول د دې ورځې په انتظار وو چې دا خبره خلکو ته وکړو".

که څه هم د ټولو لپاره دا یوه نوې خبره وه چې تیره میاشت د امریکا لخوا د اسرایل او متحده اماراتو ترمنځ موافقه وشوه خو بنجمین وویل چې د هغه هیواد د دوو لسیزو راهسې په دې معاملې کار کړی. هغه وویل په تیرو څلورو کلونو کې په ورته وخت کې دوه مهم کارونه وشوه.

یو دا چې په کال ۲۰۱۷ م کې اسراییل د متحده عربي اماراتو پلازمینه ابوظبي کې خپل رسمی ماموریت پیل کړ او دغه کار یا میشن یې د رینیوایبل انرژي نړیوالې ادارې ته وکړ.

او دویم دا چې په کال ۲۰۱۹م د می مياشت کې متحده عرب امارات په رسمي توګه اسرايل د کال ۲۰۲۰م د اکتوبر مياشتې کې راجوړ شوي نړيوال نندارتون ته هم رابللی و چې په نندارتون کې خپل شتون ولري خو ياد نندارتون د کرونا وايرس د مخنيوي په خاطر د کال ۲۰۲۱م د اکتوبر مياشتې پورې وځنډول شو.

په واشنګټن کې د اسراییل د سفارت یوه ویاند امریکا غږ ته وویل چې:

"اسراییل د امریکا د سولې پلان ته ژمن دی ځکه چې د ولسمشر ټرمپ لخوا د ۲۰۲۰م په لومړیو کې ورته اشاره شوې. مونږ د متحده عربي اماراتو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوو او هیله لرو چې د نورو هیوادونو د راتلو سره به هم زموږ ژمنې نه بدلیږي. "

څنګه چې د منځني ختيځ د سولې په اړه د فلسطين د رياست نظريه د ولسمشر ټرمپ حکومت په پلان کې وړاندې کړاې شوې نو همدغه شان اسرايل د پلان سره سم فلسطين د يو ازاد رياست په توګه منلو ته ژمن دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG