لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو مذاکراتي ډله قطر ته رسېدلې خو د افغان حکومت ډله لا په کابل کې ده


واشنګټن ــــ د بندیانو د تبادلې پر سر له تقریباً اووه میاشتني اختلاف وروسته افغان حکومت او طالبانو، د رپوټونو له مخې، د یو بل ټول بندیان خوشي کړي او د بین الافغاني خبرو پیلولو ته نیژدې شوي دي.

په قطر کې د افغان طالبانو د دفتر ویاند سهېل شاهین وایي، د دوی 21 کسیزه مذاکراتي ډله د قطر پایتخت دوحې ته رسېدلې ده خو دا چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی لا په کابل کې دی نو د مذاکراتو پیلېدو نېټه نه ده ټاکل شوې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغان سولې لپاره د دوی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم قطر ته رسېدلی دی چې د بین الافغاني‌ خبرو د ژر پیلېدو لپاره د امریکې هڅې ګړندۍ کړي. د افغان حکومت سرچینې وایي ډاکټر عبدالله عبدالله به هم ژر قطر ته لاړ شي چې د خبرو په پرانیستونکې غونډه کې ګډون وکړي.

سهېل شاهین د شنبې- خالي په ورځ فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي "زموږ د خبرو اترو د ډلې ټول غړي دوحې ته را ورسېدل، خبرې به هله پیل شي چې ځینې تکنیکي ستونځې حل شي".

د طالبانو د واکمنۍ په مهال په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پر خپله ټویټر پاڼه د بین الافغاني خبرو په اړه هیله څرګنده کړې او لیکلي یې دي "ډاډه يم که خبره د مېز سر ته راسي بيرته شاته نه ستنيږي، د حل لاره پيدا کيږي، سوله د وخت تقاضا او د خلکوغوښتنه ده".

طالبانو په داسې حال کې قطر ته د خپل مرکچي پلاوي د رسېدو خبر ورکړی چې د قطر د دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لوړپوړي پلاوي یې په وروستیو کې اسلام اباد ته سفر کړی وو.

رپوټونه وایي د قطر چارواکي به د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر د بین الافغاني خبرو لپاره پر ټولو ور تلونکو کسانو دا لازمه کړي چې اووه ورځې په کورنټین کې پاته شي خو وایي هغه کسان به ځنې مستثنی وي چې تل یې معاینات کېږي.

بل لور ته د افغان حکومت مذاکراتي ډله- چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ به قطر ته سفر وکړي- د ځینو ناڅرګندو سببونو له کبله لا هم په کابل کې پاته ده، خو د خبرو د لوازماتو برابرولو لوجیسټیک ډله یې روانه اوونۍ دوحې ته رسېدلې ده.

د افغان حکومت د ملي پخلاینې د شورا ویاند فریدون خوځون وایي، مذاکراتي ډله یې د خبرو اترو لپاره تیاره ده. خوځون په یوه ټویټ کې لیکلي، د بندیانو د خوشي کېدو کار بشپړ شو او نور د خبرو ځنډولو ته څه پلمه نه ده پاتې:

"د افغانستان مذاکراتي پلاوی چمتو دی چې په مذاکراتو کې برخه واخلي، مګر طالبان تر اوسه هم نه دي چمتو شوي چې په مذاکراتو کې برخه واخلي. موږ په تمه یو چې طالبان چمتو او حاضر شي څو مذاکرات پیل شي".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي قطر ته رسېدلې مذاکراتي ډله یې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ټاکلې ده. مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د دې ډلې مشري به مولوي عبدالحکیم کوي، مرستیال به یې شېرمحمد عباس ستانیکزی وي، ډاکټر محمد نعیم به یې د سیاسي دفتر ویاند وي خو د نورو کسانو نومونه یې نه دي ښکاره کړي.

د فرورۍ پر 29مه په قطر کې د امریکې او طالبانو تر منځ د سولې په تړون کې ټاکل شوې وه چې د 5000 طالب بندیانو او د افغان حکومت د 1000 تنه بندیانو تر خوشي کېدو وروسته به د مارچ پر لسمه بین الافغاني خبرې پیلېږي خو د بندیانو پر سر اختلافونو دا خبرې اووه میاشتې وځنډولې او اوس تمه څرګندېږي چې راتلونکې اوونۍ به دا خبرې پیل شي.

افغان ولسمشر اشرف غني څو اوونۍ مخکې ویلي وو چې له طالبانو سره د خبرو لومړۍ ایجنډا به یې د جګړې درېدل او دایمي ډزبندي وي، دوې ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن ډېبورا لاینز هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې له دواړو غاړو د "بشردوستانه ډزبندۍ" غوښتنه کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG